لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان وایي‌ د مرکزي حکومت په جوړېدو کې د کراچۍ د قومي اسمبلۍ 22 څوکۍ ډېر اهميت لري


په پاکستان په اتمه فرورۍ د قامي او صوبايي اسمبليانو په څوکو انتخابات کيږي، د سياسي چارو کار پوهان وايي، د مرکزي حکومت په جوړولو کې د ملک د غټ اقتصادي ښار کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ 22 څوکۍ ډېر اهميت لري، هر ګوند هڅه کوي په کراچۍ کې زياتې څوکۍ وګټي.

د فرورۍ په اتمه د کراچۍ نه د قامي اسمبلې په 22 څوکیو او د صوبايي اسمبلۍ په 47 حلقو انتخابات کېږي او دلته نزدې د ټولو سیاسي ګوندونه په شمول ازاد اميدواران هم په ټاکنو کې برخه اخلي.

د سياسي چارو کار پوهان وايي، په کراچۍ کې دې ځل له د څلورو ګوندونو پاکستان پيپلزپارټۍ، متحده قومي مومنټ پاکستان (اېم کيواېم)، جماعت اسلامي او د تحريک انصاف ګوند آزاد امېدواران د مقابلې دپاره په مېدان کې دي.

د کراچۍ څوکۍ ولې مهمې دي؟

په کراچۍ کې په انتخاباتو او سياسي چارو نظر لرونکی خبريال عبدالجبار ناصر وايي، "په ظاهره خو د قامي اسمبلۍ د 266 څوکو کې 22 څوکۍ کمې ښکاري خو کراچۍ د پاکستان اقتصادي مرکز دی او دلته د راتلونکو سياسي بدلولونو اثرات په مرکز ضرور وي، يو حکومت هم که کراچۍ د پامه غورځوي په مرکز کې ارامه حکومت نه شي جوړولی".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "ځکه هر څوک کوشش کوي چې په کراچۍ کې یې څه نه څه وجود وي، که دوه څوکۍ ورسره وي، څلور، شپږ. هسې خو چې د کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ څوکۍ 20 وې او د اېم کيو اېم سره به 14 يا 15 څوکۍ وې او پاتې درې څلور به د نورو سره وې نو هغه وخت که به اېم کيو اېم په اپوزيشن کې هم وو حکومتونه به جوړ وو خو استحکام به نه وو، نو دلته يواځې خبره د څوکو د شمېرو نه ده معامله په مجموعي توګه د اقتصادي استحکام ده، دا خبره دې هم په نظر کې وي چې کراچۍ د پاکستان يواځينی ښار دی چرته چې دومره زياتې څوکۍ دي".

د کراچۍ په کچه غټ سياسي قوتونه

د سياسي چارو کار پوهه بل خبريال منير احمد شاه وايي، دا ځل په انتخاباتو کې امکان دی چې پيپلز ګوند، جماعت اسلامي او متحده قومي مومنټ به د کراچۍ غټ سياسي قوتونه وګرځي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "تير کال په 2023م کې په کراچۍ کې بلدياتي انتخابات پيپلز پارټۍ ګټلي او په وړومبي ځل یې مېر يا ښاروال ګټلی دی".

د نوموړي په خبره، جماعت اسلامي د کراچۍ بلدياتي انتخاباتو کې يو غټ ګوند مخې ته راغلی او د تېرو څو کلونو راهسې د کراچۍ په مسلو ډېر شور هم کوي، ښیې خلک د جماعت اسلامي ملاتړ هم وکړي".

تحریک انصاف او اېم کيواېم

د 2018م په عامو انتخاباتو کې تحریک انصاف ګوند د کراچۍ په 21 څوکیو کې 14 ګټلې وې.

منير احمد شاه وايي، اېم کيو اېم د کال 2018م په انتخاباتو کې په درېو ډلو کې وېشل شوی وو خو دا وخت بيا سره يو شوی او د پتنګ په نخښه انتخاباتو کې برخه اخلي. هغه وايي اېم کيو اېم دعوه لري چې خلک به د دوي ملاتړ کوي او دوي به خپل زوړ مينډيټ بيرته ترلاسه کړي.

اېم کيو اېم ګوند چې په کراچۍ کې تل په زور کې پاتې شوی، د تېر کال بلدياتي انتخاباتو کې یې د حلقه بندو د اختلاف له کبله برخه نه اخستې بايکاټ یې کړی وو، خو د کال 2018م په انتخاباتو کې یې د قامي اسمبلۍ څلور څوکۍ ګټلې وې.

اوسنيو انتخابات کې به څه کيږي؟

عبدالجبار ناصر وايي، اصل درک خو د انتخاباتو کېدو وروسته کيږي خو "دې ځل له په ظاهره مېنډېټ يا خلک وېشلي ښکاري، پيپلز پارټي سېوا شوې ده، دغه شان د اېم کيو اېم هغه زور نه دی پاتې کوم چې د 2018م نه مخکې وو، پي ټي آی چې په غټ قوت کې مخې ته راغلې وه هغه پي ټي آی هم هغه قوت نه لري، جماعت اسلامي لږه ډېره ښکاري، د تېر په څېر نه ښکاري چې کراچۍ به يو ګوند ګټي".

او منير احمد شاه وايي، د پي ټي آی خپله انتخابي نخښه نشته، ځينې مشران یې په زندان کې دي، خپلمنځي اختلافات هم لري، په کمپاين کې هم مسلې لري خو بيا یې هم ځينې امېدواران مضبوط ښکاري.

جبار ناصر وايي، که يو ګوند هم د لسو نه زياتې څوکۍ ګټي دا به غټه کاميابي وي، "په کراچۍ کې د يو ګوند سره يوه څوکۍ هم وي نو اهميت لري".

پښتانه ملتپاله ګوندونه

په کراچۍ کې پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټي په پښتون مېشتو سيمو کې فعاليت لري او په کال 2008م کې یې د کراچۍ نه د صوبايۍ اسمبلۍ دوه څوکۍ هم ګټلې وې، خو په 2013م او 2018م کې یې بيا يوه څوکۍ نه وه ګټلې او دغه حال یې په تېرو بلدياتي انتخاباتو کې هم وو.

د عوامي نشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد په وروستیو کې وي او اې ډيوه سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې په 2013 کې تحریک طالبان پاکستان د دوی لاره نيولې وه، او په کال 2018 کې ار ټي ايس سيسټم د تحريک انصاف ګوند دپاره کېنول شوی وو او ادارو نه غوښتل چې دوی اسمبلۍ ته راشي.

"په کراچۍ کې چې مونږ کوم خپل وجود جوړ کړی وو هغه په دا تيرو لسو اتو کالو کې دوي د ختمولو کوشش کړی".

د نوموړي په خبره، پښتانه په سيند صوبه کې هر ځای اباد دي او د پښتنو نه بغېر څوک په سيند کې حکومت نه شي چلولی خو د بده مرغه پښتنو کې دغه سوچ او فکر نشته.

همدارنګه پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د کراچۍ نه انتخاباتو کې برخه اخلي، د ګوند د سيند صوبې وياند طاهر ځلاند وي او اې ډيوه ته ويلي د کراچۍ 4 حلقو نه يې د قامي او صوبايي اسمبلو څوکو دپاره امېدواران ودرولي دي.

پښتنو ملت پاله ګوندونو بيا په مختلفو ځايونو کې په ځایي کچه د نورو ګوندونو سره اتحادونه کړي دي.

پښتونخوا نيشنل عوامي او ملي جمهوري غورځنګ هم په وړومبي ځل د کراچۍ نه ځينې امېدواران ودرولي دي.

د کراچۍ مسلې

د کراچۍ د خلکو په وينا د دې ښار غټه مسله د اوبو ده، دغه ډول د برېښنا يا بجلۍ او د ګېس مسلې هم د خلکو عادي ژوند او کاروبارونه اغېزمن کړي دي.

د کراچۍ اوسېدونکي وايي په ښار کې د امنيت او په سړکونو د جرمونو د ستونزې سره مخ دي او د ښار په سړکونو او کوڅو کې په رڼا ورځ لوټل کيږي، د دې ترڅنګ ښار د لوکل ټرانسپورټ کوم فعاله نظام نه لري.

خلک وايي د صحت اسانتياوې نه لري او د ښار په ډېرو سيمو کې د صحت مرکزونه غېر فعاله دي، همدارنګه د معياري تعليم اسانتياوې هم نشته.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG