لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د انتخابي کمپین وخت سرته رسېدلی، سبا ګرد هیواد کې ټاکنې کیږي


په پاکستان د عامو ټاکنو لپاره د کمپین وخت سرته رسېدلی اؤ ټاکل شوې ده چې سبا د زیارت/پنجشنبې په ورځ به په ګرد هیواد کې د قامي اسمبلۍ اؤ څلورو واړو صوبایي اسمبلیو لپاره انتخابات کیږي.

تر ټاکنو وړاندې د پاکستان خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د وسله والو لخوا په انتخابي فعالیتونواؤ یو شمیر امیدوارانو بریدونه شوي چې د دریوؤ امیدوارانو په ګډون پکې د هغوي یو شمیر پلویان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي هم دي.

د انتخاباتو نه وړاندې د ملګ یو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف تورونه لګولي چې دوي ته د ازادانه کمپین موقعې نه دي ورکړل شوي اؤ د بریالیتوب د مخې نیولو هڅې یې کیږي خو چارواکو بیا دا تورونه رد کړي اؤ وایي چې ټولو ګوندونو ته یو شان موقعې ورکړل شوې دي.

هم دا شان په دې انتخاباتو کې د یو شمیر سیاسي ګوندونو لخوا ښځو ته د انتخاباتو د قانون مطابق ټاکل شوې پینځه فیصدي کوټه نه ده ورکړل شوې .

په څومره څوکیو څومره امیداوران ولاړ دي؟

د پاکستان د قامي اسمبلۍ 266 څوکۍ لري چې په دې څوکیو د ټول هیواد څخه سبا د 5121 امیدوارانو ترمنځ سیالۍ کیږي.

د قامي اسمبلۍ په دې 266 څوکیو 4800 سړي، 312 ښځې اؤ دوه نرښځیان الیکشن ته ولاړ دي.

د څلور واړو صوبو اسمبلۍ په 593 څوکیو بیا د 12695 امیدورانو تر منځ مقابله کېدونکې ده.

د رایې ورکوونکو شمیره :

د الیکشن کمیشن د شمېرو ترمخه پاکستان کې ټول 12 کروړه،85 لکه، 50 زره اؤ 760 کسان د ووټرانو په توګه رجسټرډ دي.

تر ټولو زیات رایې ورکوونکي یا ووټران په پنجاب صوبه کې رجسټرډ دي چې شمیره یې 7کروړه، 32 لکه، 7 زره اؤ 896 ده اؤ بیا ور پسې په دویم نمبر سیند صوبه کې تر ټولو زیات ووټران دي چې الیکشن کمیشن یې شمیره 2 کروړه،69 لکه،94 زره اؤ 769 ښودلې ده.

په خېبر پښتونخوا صوبه کې رجسټرډ ووټران 2 کروړه،19 لکه، 28 زره اؤ 129 ده اؤ په بلوچستان کې بیا 53 لکه، 71 زره اؤ 947 کسان د ووټرانو په توګه رجسټرډ دي.

پلازمینه اسلام اباد کې د رجسټرډ ووټرانو شمیره 10 لکه 83 زره اؤ 29 ده۔

حساسې پولنګ اسټشنې :

د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه په ملک کې د اتمې فرورۍ (سبانیو) انتخاباتو دپاره 89,250 پولينګ سټېشنې جوړې کړل شوي او 17,500 پکې ډېرې يا انتهايي حساسې ګرځول شوي دي.

د پاکستان وفاقي کابينې د انتخاباتو د امنيت دپاره ګرد هیواد کې د پوځي او نیم پوځي ځواکونو د ګمارلو منظوري ورکړې ده.

دا ځواکونه به په حساسو سیمو او د پولنګ اسټشنونو کې دندې ترسره کوي او د چټک غبرګون ځواک په توګه به فعالیت کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG