واشنګټن – رویټرز خبري ادارې د امریکا د پوځ له خولې خبر ورکړی چې په عراق کې د ایران پلوې وسلوالې ډلې کتایب حزب الله قومندان د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا په یو برید کې وژل شوی.
پنټګان دغه ډله په امریکايي ځواکونو بریدونو باندې تورنه کړې وه.
د امریکا د پوځ په یو بیان کې راغلي، "امریکايي ځواکونو په خپلو سرتېرو باندې د بریدونو په غبرګون کې په عراق کې یو اړخیز برید ترسره کړی، او د کتایب حزب الله یو قومندان چې په مستقیمه توګه یې په سیمه کې په امریکايي ځواکونو باندې بریدونو کې برخه اخېسته وژلی دی."
خو د امریکا د پوځ په دې بیان کې د وژل شوي قومندان نوم نه دی ښودل شوی.
په بیان کې دا هم راغلي، چې په دغه برید کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دوو امنیتي سرچینو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط ویلي، چې وژل شوی قومندان ابو باقر السعدي نومېده چې د بغداد په ختیځ کې په یو ډرون برید کې ووژل شو.
یوې سرچینې ویلي، چې په پېښه کې درې کسان وژل شوي او برید د عراق د دولتي ځواکونو موټر وو.
د امریکا درې سرتېري په جنورۍ کې د اردن او سوریې پولې ته څېرمه په یو ډرون برید کې وژل شوي وو او هغه وخت یې پړه پنټګان په کتایب حزب الله ډلې اچولې وه.
دغې ډلې بیا وروسته اعلان وکړ چې دوی په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پرضد خپل پوځي عملیات ځنډوي.
په عراق او سوریه کې د غزې د جګړې راهیسې نېږدې هره ورځ د سخت دریځو ایران پلوو وسلوالو او امریکايي ځواکونو ترمنځ بریدونه کېږي.
په جنورۍ کې هم د امریکا په یو ډرون برید کې د بغداد په مرکزي برخه کې د ملیشه ځواکونو یو قومندان وژل شوی وو چې واشنګټن ویلي وو د دوی په ځواکونو باندې د راکټي برید په ځواب کې ترسره شوی و.
Forum