د بې درکه بلوڅانو خپلوانو په کراچۍ ښار کې د اختر په ورځ خپل لاريون کې غوښتنه کوله چې د پاکستان ریاست او ادارې دې د دوی بې درکه خپلوان خوشي کړي
دوی ویل چې د پاکستان رياست او ادارې دې د دوی غږ واوري او او په زوره دې د خلکو د بې درکه کولو لړۍ ودوري.
دوی ویل چې اخترونه به یې هغه وخت وي چې بې درکه خپلوان یې خپلو کورنیو ته ستانه شي.
د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې د خلکو په بې درکیو کې د لاس درلودلو خبره ردوي.
تفصیل د فضل عزیز په راپور کې.