لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

133 غلا شوي لرغوني اثار بيرته پاکستان ته ورکړل شوي دي


د امريکا حکومت پاکستان ته غلا شوي او قاچاق شوي زرګونه کاله زاړه 133 اثار بېرته ورکړي کوم چې به پاکستان ته لېږل کېږي.

په نيويارک کې په دې اړه يوه خصوصي غونډه شوې چې پکې د پاکستان قونصل جنرل عامر خان اتوزی، د نيويارک د نوادراتو د غلا د مخنيوي دفتر مشر متهيو بوګډانوس او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

دوی ویل چې د دغه نوادراتو قيمت په میليونونو ډالره دی.
په دې لړ کې په نیویارک کې د پاکستان قونصل جنرل عامر احمد اتوزي او د منهاټن ضلعې څارنوالۍ دفتر د لرغونو اثارو د قاچاق یونټ مشر کرنل میتیو بوګډانوس لخوا یو تړون هم لاسلیک شو.

د هوملینډ سیکیورټي تحقیقاتو انچارج اسسټنټ سپیشل ایجنټ کریسټوفر لاو هم په دې دستوره کې موجود وو. د مراسمو په ترڅ کې ځینې ترلاسه شوي لرغوني اثار هم نندارې ته وړاندې شول.
د پاکستان قونصل جنرل عامر خان اتوزی د منهټن ضلعې څارنوالۍ دفتر او د هوم لینډ سکیورټي ډیپارټمنټ څخه د پاکستان غلا شوې کلتوري خزانې بیرته ترلاسه کولو کې د دوی د هڅو مننه وکړه او وې ويل د دې اثارو بیرته راستنیدل نه یوازې د پاکستان د کلتوري میراث یوه برخه بحالوي بلکه د کلتوري ملکیت جرمونو په وړاندې مبارزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې هم پیاوړې کوي.
د پاکستان قونصل جنرل عامرخان اتوزی وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د امريکا حکومت مننه وکړه او وې ويل کوم ټولګي نه چې دا اثار ترلاسه شوي هغه يوازې د پاکستان نه په غلا کې ککړ نه وو بلکې هغه هېوادونه چې لرغوني اثار لري، غلاګانې ترې شوې دي. د امريکا د چارواکو په وينا د ترلاسه شوو اثارو قيمت شاوخوا يونيم مليون ډالر دی.
د هغه په وينا چې اوس به دا اثار بېرته پاکستان ته لېږل کېږي او بيا به د پاکستان چارواکي دا پرېکړه کوي چې کوم ځای ته دغه اثار ولېږي.
دغه ډول د منهاټن ضلعې څارنوالۍ دفتر د لرغونو اثارو د قاچاق یونټ مشر کرنل میتیو بوګډانوس وي او ای ډيوه ته وويل دا دوي لپاره د وياړ خبره ده چې د پاکستان اولس ته د هغوي د ځانګړي ثقافت دا نايابه نوادرات بېرته سپاري۔ په تېرو څو کلونو کې د هغه په مشرۍ کې دا پينځمه غونډه ده.
د هغه په وينا دا د دې اثارو رښتونی قيمت رښتونی قيمت شريک انساني کلتور دی کوم چې ښيي دوه قامونه څنګه د جرمونو مخه نيسي او هغوي ته سزا ورکوي.
د امريکا حکومت له خوا بېرته ورکړل شوې اثارو کې تاريخي ټوټې شاملې دي لکه د ګندهارا مجسمه چې د میتریا انځور کوي، د مهرګر ګیډۍ، د سرو زرو لرغونې سکې او ځینې لومړني انسان جوړ شوي مجسمې شاملې وې.
دا اثار د یوې نړیوالې قاچاقي ډلې د پراخو پلټنو له لارې ترلاسه شوي چې لوټ شوي لرغوني اثار یې د امریکا، اروپا او اسیا بازارونو ته قاچاق کول.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG