لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو له بنده آزاد شوي د تعلیم چارو فعال مطیع الله ویسا ته اېکشن اېوارډ ورکړی شو


په ډنمارک کې د افغان دانش په نوم یو تنظیم او په هغه ملک کې نورو یو شمېر افغانانو د تعلیم د چارو پېژندل شوي فعال او "د قلم لار" ټولنې مشر مطیع الله ویسا ته چې ډېره موده د طالبانو په بند کې پروت و، د اېکشن اېوارډ او د نغدو پېسو د ورکړې اعلان کړی دی.

په یو بیان کې چې نوموړي تنظیم خپور کړی دی، ویلی شوي چې د جایزې د اعلان په دستوره کې د بخښنې نړېوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) لخوا هم مطیع الله ویسا ته "د هغه د غوره کړنو" دپاره یې ستاینلیک ورکړی دی. همدا راز دستوره کې د ملګرو ملتونو ځانګړي نامه نګار رېچرډ بېنېټ هم د ښاغلي ويسا د هغو فعالیتونو ستاینه کړې چې د تعلیم په برخه کې یې په افغانستان کې ترسره کړي دي.

یاده دې وي چې دا دستوره د ډنمارک په پایتخت کوپن هېګن کې جوړه شوې وه، او پخپله مطیع الله ویسا چې دا وخت افغانستان کې اوسیږي، په دې دستوره کې نه و موجود.

د مطیع الله ویسا ورور او "د قلم لار" ټولنې فعال عطأالله ویسا د افغان دانش ادارې او نورو اړوندو کسانو نه چې د ویسا قدرداني یې کړې، د مننې په اظهار سره ویلي چې "دا به د قلم لار پر غړو او نورو خواخوږو افغانان ښه تاثیر ولري چې څنګه موږ نور هم د هیواد لپاره مثبتو او اغیزمنو کړنو ته مخه کړو ترڅو راتلونکی نسل له ټولو کړاوونو په ګډه وژغورو."

د تعلیم لپاره مبارزه کوونکی مطیع الله ویسا تېر کال د مارچ میاشتې پر ۲۷مه د کابل په خوشال خان مېنه کې د طالبانو د استخباراتو کسانو لخوا نیولی شوی وو او شاوخوا اووه میاشتې طالبانو سره په قید کې و. هغه بالاخره تېر د اکټوبر میاشتې په وروستیو کې آزاد کړی شو، چې له هغه وخته تر اوسه په افغانستان کې دننه ژوند تېروي.

مطیع ‌الله ویسا په ۲۰۰۹م کال د «قلم لار» ټولنه جوړه کړه او په تېرو کلونو کې یې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ګڼل شمېر بند سکولونه پرانیستل، کتابتونونه یې جوړ کړل، پر زرګونو ماشومانو یې کتابونه او درسي مواد ورسول او خلک یې وهڅول چې پخپلو ماشومانو تعلیم وکړي.

پس د هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبانو په افغانستان قبضه ولګوله، د جېنکو په تعلیم باندې محدودیتونه ورځ تر بلې زیات شول او اوس جېنکۍ صرف کولی شي د سکول/ښوونځي تر شپږم جماعته پورې تعلیم وکړي.

نړېوال له طالبان غواړي چې جېنکو ته د تعلیم او تحصیل پوره اجازت ورکړي، خو تر اوسه طالبانو دا غوښتنه نظراندازه کړې او وایي چې دا د افغانستان دننه معامله ده چې چا ته په کې د مداخلت حق نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG