لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایی، په افغانستان د تورونو لګولو پرځای باید پاکستان د خپلو امنیتي ادارو کارکردګي و ارزوي


څېړونکي وایي، له افغانستان سره په ګډه پوله د ازغن تار په لګول کېدو که هم د ترهګرۍ مخه ونه نیول شوه نو په داسې حال کې پاکستان ته په افغانستان د تورونو لګولو پرځای د خپلو امنیتي ادارو د کارکردګۍ جاج اخستل پکار دي.

څېړونکي په دې اند دي چې د افغانستان او پاکستان چارواکي چې په يو بل ترهګرو ته د پناه ورکولو کوم تورونه لګوي ددې مقصد د ولسونه پام د ورپېښو اصل اقتصادي او سیاسي ستونزو څخه بل لوري ته اړول دي.

تېره ورځ پاکستان ویلي، افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره يې په چينايي انجنيرانو د بريد په اړه د پلټنو نتيجې شريکې کړي او طالبانو نه يې په پېښه کې د ښکېلو کسانو نيولو کې مرسته غوښتې ده.

د څېړونکو وینا ده چې پر افغانستان د پاکستان دننه د حملو د تورونو لګولو پرځاې باید پاکستاني چارواکي د خپلو امنیتي ځواکونو د کارکردګۍ جاج واخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال محمد خرم اغا کابل کې د طالبانو دحکومت د کورنیو چارو د وزارت مرستيال محمد نبي عمري سره کتلي دي او د افغانستان د باختر خبري اېجنسۍ د رپورټ ترمخه په دې ليدنه کې پاکستاني پلاوي امنیت د ټولو لپاره ګټور بللی او د ځینو مسلو د هواري غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي په پرله پسې ډول د هېواد دننه د کېدونکو حملو پړه پر پاکستاني طالبانو اچوي او تور لګوي چې د افغانستان خاوره په دوام داره توګه د پاکستان خلاف د ترهګرۍ دپاره کارول کیږي.

پاکستان په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان سره په ګډه پوله له دې امله د 500 ميلونو ډالرو په لګښت ازغن تار لګولو چې دې سره به له افغانستانه د وسله والو د ورتګ مخنيوي وشي، نو سوال دا دی چې اوس ترهګر له کومې پاکستان ته ورځي او په افغانستان د تور لګولو سره د هېواد ساتنې د پاکستاني پوځ مسولیت ختم شو؟ دا هغه پوښتنه ده چې څېړونکي یې پرله پسې راپورته کوي خو پاکستاني چارواکو ورته لا قناعت بخښوونکی ځواب نه دی ویلی.

پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاد سيد عرفان اشرف وایي، د افغانستان سره په پوله قبایلي ضلعو کې پوځ، اېف سي او پوليس موجود دي، د 30و نه زياتې د پاکستان استخباراتي اېجنسياني دي او چې بيا هم پاکستان د حملو تور په افغانستان لګوي نو پکار ده چې پاکستان دخپلو امنیتي ادارو د کارکردګۍ جاج اخلي.

هغه وایي دا حملې د ميانوالي نه تر بشام پورې کېږي، د هر څيز الزام په کابل د لګولو مطلب دا دی چې زموږ ادارې په خپله دنده کې ناکامه شوې دي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي بشام کې په چینایي انجنیرانو د شوې حملې تور په پاکستاني طالبانو لګولی ؤ او تېره ورځ د پاکستان د پوځ د فارمیشن کمانډرانو په غونډه کې د افغانستان د لوري په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو ژوره اندېښنه ښودل شوې وه.

څېړونکي وايي په افغانستان د پاکستان لخوا لګول کېدونکي تورونه په حقایقو ولاړ دي. خو زياتوي چې ازغن تار د ترهګرو پاکستان ته د اوښتو په مخه نيولو کې ناکامه شوی دی.

د فاټا ريسرچ سینټر مشر او کارپوهه منصور مسید وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي‌،

"د پاکستاني طالبانو ټول سر کرده کسان په افغانستان کې ناست دي، په خوست، په بېرمل اؤ په کابل کې ناست دي"

بشام کې په چينايي انجنيرانو ځانمرګي برید د تېرې مارچ مياشتې په 26مه شوی و او پينځه انجينران او د هغوي پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو خو ددغه برید پړه چا هم په غاړه نه وه اخستې.

د پاکستان حکومت وېلي وو دا حمله افغانستان کې تنظیم شوې وه او په تړاو یې 11 کسان نيول شوي دي خو افغان طالبانو دا تورونه رد کړی دي.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي عسکري عملیات او یا په پوله ازغن تار لګول د ترهګرۍ د مخنیوي قوي تګلاره نه ده تر څو چې ددې سياسي حل ونه موندل شي.

د امنیتي چارو کارپوهه او څېړونکی عبدالله خان وایي،د ترهګرۍ حل هله ممکن کېدای شي چې ددې يو سټراټيجکي حل وموندل شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، اوس تش د اور وژلو هڅې کېږي او پوځي عملیات د مسلې تلپاتې حل نه دی، ددې مطلب د ونې د جرړې غوڅولو پرځای تش ښاخونه غوڅول دي.

د فاټا ريسرچ سنټر څېړنکار او مشر منصور خان مسيد وايي تر څو چې د وسله والو ډلو ريښې په بهر هېواد کې موجودې وي نو د وسله والو بغاوت ته ماتې ورکول به مشکل وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG