لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور: پاکستان کې د اپرېل په پرتله په مې میاشت  کې ترهګري ۱۲ فیصده زیاته شوې


پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز ادارې (پکس) په یو راپور کې ویلي، په پاکستان کې په مې میاشت کې د ترهګرۍ ۸۶ پېښې شوي او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۸۲ ترهګر وژل شوي.

راپور دا هم وايي، چې د ترهګرو په بریدونو کې ۹۰ کسان وژل شوي چې ۲۲ تنه یې د امنیتي‌ ادارو کسان وو.

د پکس له ادارې څخه عبدالله خان وايي،
"کال دوه زره څلورویشت کې لیدل شوي دي چې ترهګرو تنظیمونو زیاتره هاي پروفائل یا لوی هدفونه په نښه کړي دي او داسې زیات کاروايي په بلوچستان صوبه کې شوې ده، تیرو پنځو میاشتو کې دغلته ترهګري زیاته شوې ده خو پرضد یې بیا امنیتي ځواکونو کاروايي هم زیاته کړې ده."
رپورټ وايي، د می په میاشت کې د ترهګرۍ په شپږ اتیه پیښو کې ټولو نه زیات درې دریرشت پیښې پخوانۍ قبائلي سیمو، څلوریشت د خیبرپښتونخوا په نورو برخو، درویشت په بلوچستان صوبه اؤ څلور څلور سند اؤ پنجاب کې رپورټ شوې دي.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي اېس پي آر مشر وړاندې له مې وړاندې ویلې وو چې روان کال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهه ګرو پرضد دېارلس زره نه زیات واړه اؤ غټ عملیات کړې دي اؤ په دې کې دوه سوه یو کم څلوېښت ترهه ګر وژل شوې دي.

پاکستان حکومت اؤ پوځ دا تور لګوي چې تحریک طالبان (ټي ټي پي) د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي خو افغان طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

د فاټا له ریسرچ سنټر څخه منصور محسود وايي،‌
"د افغان طالبانو خپلې څه مجبورې هم دي او یوه پکې دا ده که چرې هلته موجود تحریک طالبان مشرانو باندې د پاکستان په غوښتنه فشار زیاتوي نو بیا ډیر امکان دا هم دې چې تحریک طالبان او داعش د افغان طالبانو او د سیمې امن د پاره یو لوی خطر جوړ شي او بیا د افغانستان پرضد کاروايي وکړي."
پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د زیاتېدو تور په افغانستان لګوي خو څیړونکي اؤ ځیني سیاسي ګوندونه دا هم وایې، چې دلته د زیاتیدونکې ترهګرۍ لویه وجه د پاکستان ریاست لخوا لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان سره د امن مذاکرات اؤ د هغې په پایله کې دلته د وسلوالو بېرته راوستل هم دي.
د پاکستان پخوانۍ سفیرې ملحیه لودهي ډان اخبار ته ویلي، له افغانستان سره خراب تعلقات د پاکستان په ګټه نه دي ځکه چې وړاندې نه د پاکستان خپل نور ګاونډی هیوادونو سره تعلقات خراب دي اؤ افغانستان سره مظبوط تعلقات پاکستان د پاره ستراتیژیکي ارزښت لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG