لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ نړېوال کپ لوبې: نن د افغانستان او یوګڼدا مقابله ده، یوګڼدا ټاس ګټلی


د کرکټ شل آوره لوبو د نړېوال کپ په سیالیو کې نن د افغانستان او یوګنډا لوبډلې یو د بل مقابله کوي.

دا لوبه چې د ګیانا په نېشنل سټډیم کې روانه ده، د ۲۰۲۴ کال د شل آوره کپ په سیالیو کې د افغانستان وړومبۍ لوبه ګڼل کیږي. د لوبې نه وړاندې، یوګنډا ټاس وګټلو او بالېنګ یې غوره کړ.

افغان لوبغاړو دې لوبې ته یوه ورځ وړاندې او د لوبې په ورځ هم تمرین وکړو. د افغانستان لوبډلې کپټان راشد خان په خبري کنفرنس کې وویل چې لوبغاړي شاوخوا دوې اونۍ مخکې ویسټ انډیز ته راغلي، له موسم سره عادت شوي او هیله لري چې ښې لوبې وکړي.

راشد خان د وي او اې افغان سروس د خبریال یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دوی به هڅه دا وي چې د هرې لوبډلې په مقابل کې ښه ولوبېږي او مخکې ولاړ شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یوګنډا خلاف نننۍ لوبه کې د افغان لوبډلې د لوبغاړو په اړه معلومات په فېسبوک پاڼې خپاره کړي دي.

د دې لوبې نتایج به وروسته تاسو ته خپاره کړو.

افغانستان د نړیوال کپ د ۲۰ لوبډلو په منځ کې په سي ګروپ کې دی چې له ویسټ انډیز، نیوزیلنډ، یوګنډا او پاپوانیوګیني سره مخامخ دی.


د دې خبر ځیني معلومات د وي او اې افغان سروس نه اخستلی شوي

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG