د کرکټ شل آوره لوبو د نړېوال کپ په سیالیو کې افغانستان نن یوګنډا ته د یو سل او څلور اتیا (۱۸۴) هدف وټاکلو.
دا لوبه د ګیانا په پایتخت جورج ټاون کې روانه ده چې یوګنډا د ټاس په ګټلو، اول بالېنګ غوره کړ او بېټنګ یې افغانستان ته پرېښود.
په اول مېدان کې چې څو شېبې وړاندې ختم شو، د افغانستان ټیم ټول شل آوره پوره ولوبېدو او د پېنځو (۵) وېکېټو په سوځېدو سره یې وکړی شول یو سل اودري اتیا (۱۸۳) منډې جوړې کړي او یوګنډا ته یو سل او څلور اتیا (۱۸۴) هدف وټاکي.
د افغانستان ټیم اوپنرانو دواړو پنځوسیزې یا هف سېنچرۍ ووهلې. په دې کې رحمان الله ګوربز شپږ اویا (۷۶) رنزونه او ابراهېم ځدراڼ اویا (۷۰) رنزونه جوړ کړل.
د هغه نه وروستو، نجیب ځدراڼ په دوه (۲) منډو، او ګلبدین نایب په څلورو (۴) منډو وسوځېدل.
عظمت الله عمرزي په پنځو (۵) رنزونو وسوځېد، محمد نبي څوارلس (۱۴) او راشد خان ۲ رنزونه جوړ کړل.
Forum