لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او چين د طالبانو نه د ټولشموله حکومت، ښه ګاونډیتوب او د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې د نه کارېدو غوښتنه کړې


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، پاکستان او چين، افغانستان کې له واکمنو طالبانو څخه د ټول شموله سياسي چوکاټ ‏جوړولو، ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې د نه کارېدو غوښتنه کړې ده.‏

په افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا يادې ګډې اعلاميې ته غبرګون نه دی ویل شوی خو د افغانستان د خاورې پاکستان پرضد ترهګرۍ دپاره کارېدو ‏تورونه تل ردوي.‏

د سياسي چارو افغان څيړونکي وايي ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې لري او د هغې ترلاسه کولو دپاره په طالبانو دا ډول بيانونه د فشار په ‏توګه کاروي، دوی وايي طالبان بايد د ګاونډيانو پرځای د خپل ولس د غوښتنو په اساس ټول ګډونه نظام او پاليسۍ جوړې کړي چې د افغانانو په ګټه ‏وي.‏

پاکستان او چين د طالبانو نه غوښتي، يو ټول شموله سياسي نظام دې جوړ کړي او له ترهګرۍ سره دې کلکه مبارزه وکړي.‏

د سياسي چارو افغان څيړونکي واييو سره له دې چې رښتيا هم د طالبانو حکومت ټولشموله نه دی خو په چين او پاکستان کې هم د جمهوريت ترمخه په ‏صحي معنو کې ټول ګډونه حکومت شتون نه لري.‏

د سياسي چارو افغان څيړونکی ډاکټر شېر حسن حسن وايي،" که ټولشموله دې ته وايي چې هغه هېواد کې انتخابات موجود وي او د هغې په نتيجه کې د ‏يو حاکميت مخې ته راشي، هغه دې اساسي قانون ولري او هلته دې سياسي ګوندونو ته د فعاليت حق ورکړي نو دغه شان کار په چين کې هم نشته او ‏پاکستان کې موجود دی بيا هلته د ټول شموليت خبرې نشي کېدلې هلته يواځې د انتخاباتو په نتيجه کې يو ګوند ګټونکی دی او قدرت د هغه په لاس کې ‏دی".‏

نړيوالې ټولنې هم وار په وار له طالبانو څخه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو غوښتنه کړې خو طالبان وايي چې حکومت يې ټولشموله دی.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ګډه اعلاميه چين ته د وزير اعظم شهباز شريف له سفر وروسته خپره کړې ده، چې پکې د طالبانو د سرپرست حکومت نه غوښتنه ‏شوې چې د اعتدال پاليسي او ښه ګاونډيتوب دې غوره کړي.‏

د سياسي چارو افغان څيړونکي وايي ګاونډي هيوادونه په افغانستان کې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو په خاطر دا ډول غوښتنې کوي، دوی وايي طالبان ‏بايد د افغان ولس په خوښه تګلارې او حکومت راجوړ کړي.‏

د سياسي چارو بل افغان څيړونکی اخترمحمد راسخ وايي،" طالبان کاش چې د افغانستان ملت ته غوږ ونيسي، خپله اسلامي علماو ته غوږ ونيسي، ‏اسلامي علما د دوی نه هم دغه غوښتنه کوي چې د نجونو مکتبونه خلاص کړي او داسې يو نظام جوړ کړي چې ټول افغانان پکې ځان وګوري خو دوی وايي ‏چې نه، که اول وي که اخر وي دغه طالب به وي راسره، او د هر ځای طالب راسره دی دا همه شموله دی مګر دا ګاونډيان او نړيوال چې ټول ګډونه حکومت ‏غواړي هغه کدرونه چې مسلکي دي هغه نه غواړي په نظام کې دوی خپل جاسوسان ور دننه کول غواړي".‏

د اعلاميي ترمخه دواړو هيوادونو د افغانستان په مستحکم پرمختګ او نړيوالې ټولنې کې د ضم کولو دپاره مثبت کردار لوبولو باندې اتفاق کړی او له ‏طالبانو نه يې غوښتنه کړې چې اجازه دې ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګريزو فعاليتونو دپاره وکارول شي خو د سياسي چارو افغان څيړونکي دا ‏يو دوه مخی سياست بولي.‏

ډاکټر شېر حسن حسن وايي، " پاکستان غواړي چې چين او غربي نړۍ ته ځان سپين کړي چې دوی ګويا له ترهګرو سره په مبارزه کې د ترهګرۍ قربانيان دي ‏په داسې حال کې چې د ترهګرو د روزلو، پېدا کېدلو ځای هم هلته دی".‏

پاکستان د اوږدې مودې راهېسې تور لګوي چې د طالبانو واکمنېدو وروسته پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره ‏‏‏د پاکستان ‏پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.‏

خو په افغانستان کې واکمن طالبان نه يواځې د پاکستان دا تور ردوي بلکې طالبانو بيا تور لګولې وو چې دوی د داعش خوارجو ګڼ موارد لري چې د ‏پاکستان د خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي او د پاکستان خاوره د دوی پرضد کاريږي، پاکستان باید دغه تور ته ځواب ووايي خو پاکستان دغه تور ‏ته ځواب نه ويلی.‏

‏(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)‏

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG