لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که پاکستان ټېکسونه سېوا نه کړي نو د ايي اېم اېف مرستې به اخلي: د خزانې وزیر


د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر محمد اورنګزیب ویلي، که هیواد یې ټېکسونه زیات نه کړي نو د نړیوالې مالیاتي ادارې ( ايي‌ اېم اېف) نه مرستو/ پورونه اخستو ته به ناست وي.

د خزانې وزیر دغه خبرې د برتانیې ورځپاڼې فاېننشل ټاېمز سره په یوه مرکه کې کړې او تمه یې څرګند کړې چې د ايي اېم اېف سره به د پور نوې لوظنامه ترسره شي. نوموړي ویلي که چرې په هیواد کې د ټېکسونو په لار امدن زیات نه شي نو د نړیوالې ادارې نه به د نور قرض/ پور ترلاسه کولو ضرورت ولري.

د خزانې وزیر په دغه مرکه کې زیاته کړې چې د قرضونو ورکولو صلاحیت به پېدا کول وي ځکه چې په وارداتو ولاړ اقتصاد نه به ډالر ختمیږي او پور ورکونکو ته بیرته په ورتګ به مجبوره یو.

د پاکستان د خزانې پخوانې وزیر او د مسلم لیک (ن) ډلې خفه غړې شاهد خاقان عباسی وايي چې حکومت له به خپلې خرچې کمول او وساېل زیاتول وي.

نوموړي وي او ای ډیوه ته ویلي: ٫٫ ايي اېم اېف د لنډې مودې لپاره مونږ ته ریلیف را کولې شې خو که مونږ پرمختګ کول غواړو نو د خپلو وساېلو دننه به ژوند کوو. خپل مصرفونه به کموو او دهیواد د پرمختګ لپاره به په کلکه کار کوو. دغه یو وږد سفر دی.٬٬

پاکستان روانه میاشت د نړیوالې مالیاتي ادارې نه د شپږ بېلینه ډالرو نه د زیات بېل آوټ پیکج لپاره د کارمندانو په کچه د موافقې په لټه کې دی.

رویټرز خبري اداره د خزانې د مرستال وزیر علی پرویز ملک د قوله وايي چې په تیر وړاندې کړل شوي بجټ کې د پور ورکونکو ټولې غوښتنې پوره شوي دي.

خو ځیني څیړونکي وايي چې د حکومت لخوا وړاندې کړل شوي بجټ د ايي اېم اېف تایېد ترلاسه کولی شي خو د اولس قهر او غصه هم راپارولی شي.

د اقتصادي چارو کارپوهه افتخار دراني وي او ای ډیوه ته وايي: ٫٫ په بجټ کې د ټېکسونو په اړه ډیر اصلاحات راوستل شوي. خزانې وزیر دعوی لري چې د ايي اېم اېف ټول شرطونه منل شوي. نو تمې کیږي چې د اګست میاشتې پېل پورې به د مالیاتي ادارې سره لوظنامه ترسره شي. خو د دغې ګامونو اغیز به په عامو خلکو وي او ګراني به نوره هم زیاته شي.٬٬

د ایي اېم اېف نه د پور ترلاسه کولو او د اقتصادي سقوط نه د بچ کیدو لپاره د پاکستان حکومت د ۴۸ بېلینه ډالرو ټېکسونو راغونډولو هدف ټاکلی. دغه هدف د تېر کال په پرتله ۴۰ فیصده زیات دی او په عامو خلکو کې د ناقلارۍ سبب ګرځیدلی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG