بنګله دېش کې د کوټې د نظام په ضد د زده کوونکو د احتجاجونو په مهال نښتو اؤ بیلابیلو پېښو کې د مړو شوؤ کسانو شمېره ۱۱۴ ته رسېدلې اؤ حکومت نن د اتوار اؤ سبا د ګل (یکشنبې- دوشنبې) په ورځ ملک کې عامه رخصتي اعلان کړې ده.
د رایټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې په ګرد هیواد کې کرفیو یا ګرځ بندیز پځای دی اؤ د پلازمینې ډهاکې په سړکونو پوځ ګزمې کوي.
په ټول بنګله دېش کې د زیارت د ورځې راهسې د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات تړل شوي اؤ په احتجاجونو د قابو موندلو لپاره حکومت په ولسي غونډو بندیز هم لګولی دی.
د تېرو پینځوؤ ورځو راهسې په ډهاکه اؤ نورو بیلابیلو ښارونو کې د پولیسو اؤ مظاهره چیانو تر منځ د نښتو لړۍ روانه وه چې په هغې د قابو نه موندل کېدو نه وروسته وزیراعظمې شیخ حسینه واجد هیواد کې کرفیو پځای کړی اؤ پوځ یې رابللی دی.
سیمه ییزې رسنۍ وایي په کرفیو کې د خالي په ماسپښین د دوؤ ساعتو لپاره نرمي راوستل شوې وه تر څو خلک د ضرورت سامانونه واخلي .
ویل کیږي دا ګرځ بندیز به نن د اتوار د سهار لسو بجو پورې پځای وي اؤ له هغې وروسته به حکومت جاج اخلي اؤ پرېکړه به کوي چې کرفیو پځای وساتي که ختمه یې کړي.
مقامي ټي وي چینلو د پولیسو په حوالې ورکولو سره ویلي چې د جمعې په ورځ مظاهره چیانو د ډهاکه په نارسنګدي ضلعه کې په یو زندان حمله کړې اؤ له هغې یې ۸۵۰ بندیان خوشې کړي اؤ بیا یې د زندان ودانۍ ته اور لګولی دی.
د خالي په ورځ هم د ډهاکه په بیلابیلو سیمو کې د اړي ګړي پېښې رپورټ شوي دي.
خبري ادارې ای ایف بي د وزیراعظمې د دفتر د پریس سکتر په حواله ویلي دي چې وزیراعظمې شیخ حسینه واجد د تاوجن وضعیت له امله خپل د اسپین اؤ برازیل سفرونه ځنډولي.
ټاکل شوې وه وزیراعظمه شیخ حسینه واجد به نن د اتوار په ورځ د اسپین اؤ برازیل په سفر روانېدله.
په بنګله دېش کې طالبعلمان په سرکاري نوکریو کې د ۱۹۷۱ د ازادۍ په جګړه کې د شاملو کسانو د کورنیو د غړو لپاره د ۳۰ فیصدي کوټې د ځانګړي کولو خلاف احتجاجونه کوي.
مظاهره چیان تور لګوي چې د ۳۰ فیصده کوټې ګټه به د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ګوند عوامي لیګ ته رسي.
عوامي لیګ هغه ګوند ؤ چې مشر یې شیخ مجیب الرحمان په ۱۹۷۱ کې پاکستان نه د بیلتون اخستو لپاره د بنګله دېش د جوړولو د تحریک مشري کړې وه.
په بنګله دېش کې د ستر حکومت مخالفه ګوند بنګله دېش نیشنلسټ پارټۍ جلا وطنه قایمقام مشر طارق الرحمان پخپل یو بیان کې ویلي چې د مظاهرو په مهال د حکومت مخالفه ګوندونو یو شمیر مشران ، فعالان اؤ طالبعمان نیول شوي دي.
د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو بنګله دېش کې د انټرنیټ د تړل کېدو اؤ د امنیتي ځواکونو لخوا په مظاهره چیانو د تشدد غندنه کړې ده.
اروپایي یونین خپل یو بیان کې د تشدد اؤ مظاهرو په مهال په رامنځته شوؤ وژنو اندېښنه ښکاره کړې ده
( ددې رپورټ مواد د رایټرز اؤ ای ایف پي نه اخستل شوي دي)
Forum