لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش: د احتجاجونو وروسته سپریم کورټ د کوټې نظام په اړه د هایکورټ په فیصله عمل ودرولی دی


بنګله دېش کې په سرکاري نوکریو کې د ځانګړې کوټې د نظام په ضد د زده کوونکو له سختو احتجاجونو وروسته ددغه هیواد ستر عدالت یا سپریم کورټ د کوټې د نظام په اړوند د هایکورټ په حکم عمل درامد ودرولی.

د اتوار په ورځ د بنګله دیش یو شمیر رسنیو اؤ ډان نیوز پخپل رپورټ کې ویلي چې د بنګله دېش سپریم کورټ د هایکورټ فیصله غیر قانوني بللي اؤ امر یې کړی چې د ازادۍ جګړه کې د برخه اخستونکو پوځيانو د کورنیو د غړو لپاره دې سرکاري ملازمتونو کې پینځه فیصدي کوټه پځای وساتل شي.

هایکورټ تېره میاشت په سرکاري ملازمتونو کې د کوټې نظام بحال کړی ؤ چې د هغې په ضد په ډهاکه اؤ نورو بیلابیلو ښارونو کې طالبعلمانو سخت احتجاجونه پیل کړي وؤ.

د تېرو پینځوؤ ورځو راهسې د بنګله دېش بیلابیلو ښارونو کې د پولیسو اؤ مظاهره چیانو تر منځ د نښتو لړۍ روانه وه چې په هغې د قابو نه موندل کېدو وروسته وزیراعظمې شیخ حسینه واجد تېره ورځ په هیواد کې کرفیو پځای کړې وه اؤ پوځ یې رابللی ؤ.

په ټول بنګله دېش کې د زیارت د ورځې راهسې د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات تړل شوي وؤ اؤ په احتجاجونو د قابو موندلو لپاره حکومت په ولسي غونډو بندیز هم لګولی ؤ.

مقامي ټي وي چینلو د پولیسو په حوالې ورکولو سره د خالي ویلي وؤ چې د جمعې په ورځ مظاهره چیانو د ډهاکه په نارسنګدي ضلعه کې په یو زندان حمله کړې وه اؤ له هغې یې ۸۵۰ بندیان خوشې کړي اؤ بیا یې د زندان ودانۍ ته اور لګولی ؤ.

د خالي په ورځ هم د ډهاکه په بیلابیلو سیمو کې د اړي ګړي پېښې رپورټ شوې وې.

خبري ادارې ای ایف بي د وزیراعظمې د دفتر د پریس سکتر په حواله ویلي چې وزیراعظمې شیخ حسینه واجد د تاوجن وضعیت له امله خپل د اسپین اؤ برازیل سفرونه ځنډولي دي.

BANGLADESH-PROTESTS/
BANGLADESH-PROTESTS/

ټاکل شوې وه وزیراعظمه شیخ حسینه واجد به نن د اتوار په ورځ د اسپین اؤ برازیل په سفر روانېدله.

په بنګله دېش کې طالبعلمانو دا احتجاجونه په سرکاري نوکریو کې د ۱۹۷۱ د ازادۍ په جګړه کې د شاملو کسانو د کورنیو د غړو لپاره د ۳۰ فیصدي کوټې د ځانګړي کولو خلاف کول.

مظاهره چیان تور لګولو چې د ۳۰ فیصده کوټې ګټه به د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ګوند عوامي لیګ ته رسي.

عوامي لیګ هغه ګوند ؤ چې مشر یې شیخ مجیب الرحمان په ۱۹۷۱ کې پاکستان نه د بیلتون اخستو لپاره د بنګله دېش د جوړولو د تحریک مشري کړې وه.

په بنګله دېش کې د ستر حکومت مخالفه ګوند بنګله دېش نیشنلسټ پارټۍ جلا وطنه قایمقام مشر طارق الرحمان پخپل یو بیان کې ویلي چې د مظاهرو په مهال د حکومت مخالفه ګوندونو یو شمیر مشران ، فعالان اؤ طالبعمان نیول شوي دي.

د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو بنګله دېش کې د انټرنیټ د تړل کېدو اؤ د امنیتي ځواکونو لخوا په مظاهره چیانو د تشدد غندنه کړې ده.

اروپایي یونین خپل یو بیان کې د تشدد اؤ مظاهرو په مهال په رامنځته شوؤ وژنو اندېښنه ښکاره کړې ده

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG