لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: خېبرپښتونخوا او په ځانګړي توګه ورګډو ضلعو ترقي د حکومت په لومړيتوب کې شامل دي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي، د خېبرپښتونخوا او صوبه کې د ورګډو شوو قبايلي ضلعو پرمختيا یې د حکومت په لومړيتوبونو کې شامل دي.

هغه ویلي، ورګډو ضلعو کې به د غوره تعليم ورکولو دپاره دانش سکولونه جوړولی شي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه د خېبرپښتونخوا د قومي او صوبايي اسمبلۍ غړو پرون په 25مه جولايۍ د وزيراعظم شهباز شریف سره ليدلي دي.

ويل شوي، په ليدنه کې د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکو د اسمبليانو غړو وزيراعظم ته د خپلو سيمو مسلې وړاندې کړي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ورګډو شوو قبايلي ضلعو مشران او ځايي خلک وخت په وخت په تکرار سره وايي، د قبایلي ضلعو سره چې په صوبه کې د ورګډېدو په وخت کومې ژمنې شوې وې، چې ‏دوی ته به د قامي مالياتي کمېشن اېوارډ (اېن اېف سي) لاندې درې فيصده برخه ورکول کيږي، سيمې ته به ځانګړی پېکج ورکول کيږي خو په دغو وعدو کې يوه هم نه ده پوره شوې.

د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکو د قومي اسمبلۍ غړو تېره میاشت په ګډه يوه خبري غونډه کې ويلي وو، دوی ته په سیمه کې تر ټولو غټه مسله د امنيت ورپېښه ده او دوی يواځينۍ غوښتنه د امن کوي، چې په سیمه کې دې امن په ځای کړل شي.

د دې ترڅنګ د افغانستان سره په پوله پرتو د قبايلي ضلعو مشران غوښتنه کوي د افغانستان سره تجارتي لارې دې ورته پرانستل شي.

پرون په 25مه جولايۍ د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې هم د افغانستان سره د تجارتي لارو په اړه خبرې شوي دي.

ويل شوي، د افغانستان سره په پوله د تورخم، خرلاچي، انګور اډې، غلام خان، باجوړ او مومندو په روايتي لارو د تجارت د اجازې په لړ کې کېس د مرکزي حکومت سره د وړاندې څخه پروت دی.

د وزيراعظم شهباز شريف سره د خېبرپښتونخوا د ګورنر فېصل کريم کنډي، د سېفران وزیر اميرمقام او اسمبليانو د نورو غړو په ليدنه کې د افغانستان سره د تجارتي لارو په اړه څه نه دي ويل شوي.

خو ويل شوي، وزيراعظم د نايب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ يوه کميټي جوړه کړې، او دغه کميټي به د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکو منتخب استازو د مسلو حل لټوي.

د تېر کال په وروستۍ میاشت کې پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوو ضلعو په باب د توقعاتو او شکاياتو د سرخط لاندې د حقيقت موندنې رپورټ جاري کړی وو.

په ياد رپورټ کې ويل شوي وو، "اېچ ار سي پي په ورګډو شوو ضلعو کې په پرمختيايي وسايلو کې په مبينه توګه ګډوډي، سیمه کې د توندروۍ بيا خورېدو، د آي ډي پيزو يا کډوالو بيرته خپلو علاقو ته بيرته ستنولو کې وروستو والی، په بنيادي ازاديو د بنديز، په جبري توګه د خلکو بې درکه کولو په پېښو او حراستي مرکزونو باندې د اندېښنې څرګندونه کوي".

په رپورټ کې ويل شوي وو، د قبايلي ضلعو ځايي خلکو ورته دا شکايت هم کړی وو چې د ضلعو ورګډولو په وخت د برابرۍ، د قانون لاندې د يو ډول تحفظ، او منصفانه پرمختيايي کارونو کومه ژمنه شوې وه هغه تراوسه نه ده پوره شوې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG