لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک:پوځ وایي عملیاتو کې یې "څلور ترهګر"وژلي


د پاکستان پوځ وایي امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې "څلور ترهګر" وژل شوي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي آر د خالي - شنبې په ماښام خپل یو بیان کې ویلي چې په سیمه کې ګډو امنیتي ځواکونو دا عملیات د استخباراتي معالوماتو په اساس کړي.

بیان وایي د عملیاتو په مهال د ورانکارو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ سختې ډزې شوي چې پکې "څلور ترهګر" وژل شوي دي.

پوځ دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ ترهګرو له ولکې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

د پوځ وینا ده چې عملیاتو کې وژل شوؤ دې ترهګرو په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ بریدونو، د خلکو تښتونه اؤ هدفي وژنو کې لاس درلودو.

وزیراعظم شهباز شریف په ټانک کې د ترهګرو په ضد په بریالیو عملیاتو د پوځ افسرانو اؤ اهلکارانو ته پیرزوینې وړاندې کړي اؤ ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په ضد ټول قام د پوځ تر شا ولاړ دی.

وزیراعظم شهباز شریف پخپل یو بیان کې ویلي چې تر څو د هیواد نه د ترهګرۍ نوغی په بشپړ ډول ویستل شوی نه وي تر هغې به ترهګرۍ ضد جګړې ته دوام ورکولی شي.

په ۲۲مه جولاي د پوځ وياند لېفټينېنټ جنرل احمد شريف چوهدري مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې ویلي وؤ. امنيتي ځواکونو سږکال د ترهګرو او د هغوي د سهولت کارو پرضد 22,409 عمليات کړي اؤ په دغو عملياتو کې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي دي.

پوځي ترجمان ویلي وؤ په دغو عملياتو کې 398 ترهګر هم وژل شوي چې پکې 31 مهم ترهګر هم شامل دي.

په دې وروستیو کې حکومت په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ په ضد د عزم استحکام عملیاتو منظوري ورکړې خو ددغو عملیاتو په ضد د خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې کلک احتجاجونه شوي اؤ سیاسي ګوندونو اؤ تنظمیمونو ویلي دوي په پښتونخوا کې د نوؤ عملیاتو منلو ته تیار نه دي .

عزم استحکام عملیاتو ته د سیاسي ګوندونو اؤ د خېبر پښتونخوا د حکومت لخوا د سخت غبرګون ښودلو نه وروسته د پوځ ویاند سپیناوی کړی ؤ چې دا کوم نوي عملیات نه دي بلکې د ترهګرۍ په ضد د کمپاینونو چټک کولو یوه لړۍ ده چې د عزم استحکام نوم ورکړل شوی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG