په کراچۍ کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ځينې ښځينه او نارينه غړي نیول شوي، او کميټي وايي په ګوادر کې یې پرامنه پرلت ناست دی، تر هغې به ناست وي چې غوښتنې یې نه وي منل شوي.
د بلوچ يکجهتي کمېټۍ مرستيال مشر په کراچۍ کې په خبري غونډه کې ويلي، حکومت تش اعلان کړی خو د دوی سره تراوسه پورې هیڅ ډول مذاکرات نه دي شوي. بلوچستان حکومت د ګوادر پرلت سره د مذاکراتو اعلان کړی وو.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن وايي، دا بدمرغي ده چې رياست د دغو خلکو مسلې اورېدو ته تيار نه دی.
په کراچۍ پرېس کلب کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د خبري غونډې نه وړاندې او وروسته پوليسو د پرېس کلب د مخې نه د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ څو ښځينه او نارينه غړي نيولي او تاڼې ته یې بوتللي دي.
د دغو کسانو نيولو په اړه د صدر ارټلري مېدان پوليس سټېشن مشر اېس اېچ او حق نواز وي او اې ډیوه ته وویل، "د امنیت په ځای ساتلو دپاره مو دا ګرفتاريانې کړي دي، تاسو به ليدلي وي چې هغو ماسکونه اچولي وو، چې ترهګري ونه شي ځکه مونږ دغه کسان ونيول، معلومات یې کوو که په کومو جرمونو کې ککړ نه وو، خوشي به یې کړو".
بلوڅ يکجهتي کميټي وايي په ګوادر کې یې پرلت ناست دی او دغه پرلت ته چې څومره قافلې روانې وې او په لارو کې ودرول شوې هغه خپلو خپلو ښارونو ته بيرته غوښتل شوي دي، د کمېټۍ په وينا د غوښتنو منلو پورې به یې پرلت روان وي.
د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مرستيال مشر عبدالوهاب بلوڅ وايي، "د مذاکراتو نه خو مونږ ته کومه بلنه راکړل شوې ده، نه کوم ټيم مونږ ته راغلی دی چې زمونږ سره مذاکرات وکړي، دا يواځې اخباري بيانونه دي، زمونږ خواوشا د ۱۰۰۰ پورې کسان نيول شوي دي او چې کوم بې درکه دي مونږ د هغو لټون کوو".
په ۲۹مه جولايۍ د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې ويلي وو "حکومت د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ سره د مذاکراتو اعلان کوي اپوزيشن دې پکې کردار ادا کړي".
عبدالوهاب بلوڅ وايي، ګوادر ته ټولې لارې بندې، او هلته د ۲۸مې جولايۍ څخه موبايل او انټرنېټ بند دي، د کرفيو په څېر حالات جوړ کړل شوي دي، او په کراچۍ کې هم د دوی د ګرفتاريانو دپاره چاپې وهل کيږي.
د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزير مير ضيا لانګو ويلي، د ګوادر د مرستيال کمشنر او نورو چارواکو سره یې لیدلي، هغو ورته احوال وړاندې کړی، او زياته کړې یې ده، ګوادر کې مظاهره چیانو د ښځو په پولیس سټېشن حمله کړې، دوه افسران یې ژوبل کړي او حکومتي ريکارډ یې سوځولی دی.
خو بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ویلي، دوی په ګوادر کې په پرامنه توګه په پرلت ناست دي، امنیتي ځواکونو د دوی نه چاپېره ګېره اچولې او امکان لري د پرامنه پرلت پرضد کارروايي وکړي.
صوبايي حکومت ويلي، د قانون لاندې پرامنه مظاهره ورته قبوله ده خو دولتي ودانيو او ملکي وګړو ته تاوان رسول ورته د قبلولو وړ نه دي، په مظاهره چیانو یې غږ کړی د حکومت او رياست د صبر امتحان دې نه اخلي کنه د امن په ځای ساتلو دپاره سخت اقدامات اخستلی او سختې فیصلې کولی شي.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن وايي، نزدې د ۲۰ راهسې یې د پاکستان رياست ته بيا بيا ور ياده کړې چې د خلکو مسلو واوري غور پرې وکړي او د خبرو اترو د لارې یې هوارې کړي.
پاکستان کې د بشري حقونو د کمېشن مشر اسد اقبال بټ وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، "مونږ رياست ته تل ويلي چې د خلکو سره خبرې اترې وکړي، په ټېبل یې ځان سره کښېنوي د هغو چې کوم مسايل دي هغه دې واوري، او چې د هغو دپاره څه هم کولی شي هغه دې وکړي، خو رياست څه ته هم تيار نه دی، رياست چاته هم ځای ورکولو ته تيار نه دی، او دا انتهايي بدقستمۍ خبره ده".
بلوڅ يکجهتي کميټي وايي، د دوی نيول غړي او مشران دې پرېښودل شي، ګوادر، مکران او نورو علاقو کې دې انټرنېټ او موبايل سروس بحال کړل شي، د قافلو په وړاندې خنډان دې لرې کړل شي، او که رياست خپله رويه بدله نه کړه، د نامعلومه وخته پورې به کوټه او ټوله بلوچستان صوبه بنده کړي.
Forum