لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د غوښتنو منل کېدو او پرلت ختمولو اعلان کړی 


د پاکستان د بلوچستان صوبې په ساحلي ښار ګوادر کې د روان پرلت په اړه بلوڅ يکجهتي کمېټۍ او مشرې یې ماه رنګ بلوڅ تېره شپه ناوخته ويلي، حکومتي پلاوي يې غوښتنې منلي، او د غوښتنو عملي کېدو سره به پرلت ختم کړي.

ماه رنګ بلوڅ په اېکس پخواني ټويټر د غوښتنو منلو بيان خپور کړی او ويلي یې دي، د غوښتنو منظورېدو وروسته به پرلت ختم کړي او تحريک به په منظمه ډول روان ساتي.

هغې ویلي، سبا (نن د جمعې په) سهار به د ګوادر نه د مارچ په شکل کې تربت ته ځي.

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ويلي، حکومتي پلاوي یې اووه غوښتنې منلې دي.

چې د "بلوچ راجي مچي (قامي غونډې) د نيول شوو او په زوره بې درکه کړل شوو کسانو خوشي کولو، د مقدمو ختمولو، د وژل شوو او ژوبلو قضيې د رياستي ادارو پرضد نه درج کېدو په صورت کې د قانوني لارې خپلولو، د تاوانونو پوره کولو، په پرامنه غونډو د طاقت نه کارولو، د کمېټۍ د غړو نه ځورولو او پرضد یې د غېر قانونه مقدمې نه درج کولو، د ګوادر او مکران ټولو لارو پرانستو او نېټ ورک بحالولو" غوښتنې شامل وې، منلې دي.

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ويلي، رياست ورسره په ليکلې بڼه معاهده کړې او د معاهدې په ټولو نکاتو د عمل کولو دپاره کميټي جوړه کړل شوې خو که په يوه خبره هم عمل ونه شو، نو بلوڅ يکجهتي کميټي به خپله مبارزه جاري ساتي.

ويل شوي، د غوښتنو عملي کېدو وروسته به پرلت ختموي، تربت پله به لاريون کوي او د راتلونکې تګلارې اعلان به کوي.

د بلوچستان صوبې په ساحلي ګوادر ښار کې په 28مې جولايۍ بلوڅ يکجهتي کمېټۍ (بلوڅ راجي مچي/ بلوڅ قامي غونډه) اعلان کړې او دغه غونډه بيا په پرلت بدله شوې او د حکومت څخه یې غوښتنې کړې وې.

په پينځم اګست د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري په يو خبري کانفرنس کې "بلوڅ يکجهتي کمېټي او تش په نوم مشرتابه یې د ترهګرو ډلو او جرايم پېشه و پراکسي" بللې وه.

هغه ويلي وو، د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ "کار دا دی چې کومې د قانون نافذونکو ادارې د ترهګرۍ ضد، جرايم پېشه و او سمنګلرانو پرضد کارروايانې کوي د هغو پرضد پروپېګنډا وکړي او بدنام یې کړي، په بلوچستان کې پرمختيايي منصوبې لانجمنې کړي، په بهرنيو فنډونو او بيانيه خلک راجمع کوي، د رياست عملداري چېلنج کوي، بې ځايه غوښتنې کوي".

خو بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د پوځ وياند تورونو ته په غبرګون کې ويلي وو، "پراکسي او بهرني فنډونه اخستل زمونږ نه، بلکې ستاسو (پوځ) د رواياتو برخه ده، پوځ د بلوڅ ولس د پرامنه مبارزې څخه په ويره کې دی".

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د پوځ لخوا تورونو په اړه ويل شوي وو، پوځ دې د غېر جانبداره درېمې پارټۍ او بشري حقونو د تنظيم د لارې د تورونو پلټنې وکړي که په دوی یې تورونه ثابت کړه دوی به د پاکستان په ګډودن د نړۍ هر عدالت ځان وړاندې کړي، خو که تورونه پرې ثابت نه کړل شو، نو د پاکستان پوځ دې د بلوڅ نسل وژنې اعتراف وکړي او ځان دې سزا ته وړاندې کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG