لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین د روس په کورسک علاقه کې یو ښارګوټی نیولی دی


د اوکراین پوځ دا تصویر خپور کړی او دعوه یې کړې چې دا په کورسک علاقه کې د دوی په لاس اسیر شوي روس عسکر دي چې شمېر یې له ۱۰۰ اوړي
د اوکراین پوځ دا تصویر خپور کړی او دعوه یې کړې چې دا په کورسک علاقه کې د دوی په لاس اسیر شوي روس عسکر دي چې شمېر یې له ۱۰۰ اوړي

اوکراین د زیارت په ورځ اعلان وکړ چې پوځ یې د روس په کورسک علاقه کې د سودژا ښارګوټي پوره کنټرول په اختیار کې راوستی، چې دا تر اوسه تر ټولو ستر ښارګوټی دی چې اوکرایني ځواکونو په روس خاوره کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي په اېکس پلېټفارم باندې خپل سرکاري اېکاونټ کې یو بیان خپور کړی او په کې یې ویلي، د اوکراین د پوځ سرلښکر اولیکسندر سېرسکي هغه ته خبر ورکړی چې د سودژا ښارګوټی یې د روسي عسکرو له اختیاره "په کامیابۍ سره آزاده" کړې ده.

زېلنسکي په بیان کې ویلي: "هلته کې د اوکراین د پوځي کمانډ یو دفتر جوړ کړی شوی دی." د هغه وینا ده چې د روسانو څه باندې اتیا (۸۰) آبادکارۍ "آزادې" کړی شوي او تر اوسه اوکرایني ځواکونو په جارحانه عملیاتو کې په لسو ورځو کې ۱۱۵۰ کلومټره مربع سیمه نیولې کړې ده.

سودژا د اوکراین سرحد نه ۹.۶ کلومټره لېرې، د روس په خاوره کې دننه وړوکی ښار دی چې د جنګ نه وړاندې شاوخوا پنځه زره (۵۰۰۰) آبادي یې لرله. دا د روس د پايپ لائن د بنیادي اډانې ځای هم ګڼل کیږي چېرته چې له هغه ځایه یورپ ته ګېس تقسیم کیږي.

د کورسک علاقې نګران ګورنر دا تصویر پخپل ټیلګرام چېنل جاري کړی او ویلي یې دي چې دا کور په سودژا ښارګوټي کې د اوکرایني ځواکونو د ګوله بارۍ په نتیجه کې خراب شوی دی
د کورسک علاقې نګران ګورنر دا تصویر پخپل ټیلګرام چېنل جاري کړی او ویلي یې دي چې دا کور په سودژا ښارګوټي کې د اوکرایني ځواکونو د ګوله بارۍ په نتیجه کې خراب شوی دی

د هغه وخته چې د سودژا ښارګوټی د اوکراین په اختیار کې راغلی، تر اوسه یورپ ته د ګېسو د انتقال په برخه کې د څه خنډانو رپوټ ندی ورکړی شوی.

روس سمدستي د زېلنسکي بیان ته غبرګون ندی ښودلی، مګر د روس دفاع وزارت د زیارت ورځې په سهار وویل چې روسي ځواکونو په علاقه کې د اوکرایني عسکرو لخوا د څو نورو ځایونو د نیولو هلې ځلې شنډې کړې دي.

د صدر زېلنسکي یو لوی مشیر میخائیلو پوډولیاک د برطانیې د انډېپنډنټ اخبار سره خاصې مرکې کې ویلي چې د روس خاوره کې دننه د اوکراین جارحانه عملیات یوه "نفسیاتي" حربه ده چي د روس صدر ولاډیمیر پوټین مذاکراتو کولو او د جنګ ختمولو ته مجبوره کړي.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي د زیارت په ورځ د خبریالانو سره د ټلیفوني خبرو د لارې وویل چې امریکا ته پته لګېدلې چې روس خپل ځیني عسکر د اوکراین دننه او شاوخوا علاقو څخه، د کورسک علاقې ته لېږلي دي. خو کربي دا ټینګار وکړ چې دا ابتدائي معلومات دي.

جان کربي دا هم وویل چې هغه په داسې کوم موقف کې ندی چې د اوکراین د پوځي عملیاتو په باب خبرې وکړي او یا دا ووایي چې د اوکراین مقصد او هدف په دې عملیاتو کې څه دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG