د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان وایي د جنرال (ر) فېض حمید په ګرفتارۍ بیخي نه دی ویرېدلی اؤ که چرې ویرېدلو نو د جوډیشل کمیشن خبره به یې نه کوله.
په اډیاله زندان کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې عمران خان ویلي د هغه په ضد نوی ریفرنس په ۲۳م نومبر د چیف جسټس په ریمارکس جوړ کړل شوی اؤ پوښتنه یې راولاړه کړې ده چې هر کله یوه قضیه د اورېدنې لاندې وي نو چیف جسټس په هغې څنګه ریمارکس ورکولی شي.
عمران خان پخپلو خبرو کې ویلي، هغه اسټیبلشمنټ نه غوښتنه کوي اؤ پېغام ورته ورکول غواړي چې تاسو هیواد د تباهۍ لوري ته روان کړی دی.
هغه وویل اسټیبلشمنټ په ټګۍ راوستي خلک په اقتدار کښینولي اؤ هغوي اوس د ملک ادارې تباه کوي .
پاکستان کې د انټرنیټ د بندېدو په اړه د تحریک انصاف مشر وویل ، په ټولنیزو رسنیو د بندیز لګول کیدو له امله هیواد ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو تاوان اړول شوی اؤ تور یې لګولی چې دا هر څه یوازې د چیف جسټس د ملازمت د مودې د پراختیا اؤ د پارلیمان دننه په دریوؤ کې د دوؤ برخو اکثریت ترلاسه کولو لپاره کولی شي.
د عمران خان حکومت د کال 2022م د اپرېل په میاشت کې د پارلیمان دننه د بې باورۍ د تحریک له لارې اپوزیشن ګوندونو نسکور کړی ؤ اؤ بیا د هغه اؤ د ګوند د نورو مشرانو په ضد یې بیلابیلې مقدمې جوړې کړل شوې وې.
تېر کال په پينځم اګست د اسلام اباد د سېشن عدالت جج همايون دلاور د توشه خانې په قضیه کې عمران خان ته د درېوؤ کالو د بند سزا اورولې وه، او د هغې راهسې عمران خان په جېل کې بندي دی.
د خپل حکومت له نسکورېدو وروسته هغه په امریکا تور لګولی و چې حکومت یې د امریکا په سازش نسکور کړل شوی خو وروسته یې بیا وویل"د حکومت د لرې کولو سازش یې د امریکا څخه نه د پاکستان نه پيل شوی وو"
امريکې، د پاکستان پوځ او حکومت د عمران خان دا تورونه څو ځله رد کړي چې ګنې حکومت یې د سازش له لارې ختم کړل شوی ؤ
Forum