لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د پښتنو د حقونو په موضوع سیمینار، وینا والو پښتنو سره د ریاست رویه غندلې


د پښتون اېکشن ارګنایزېشن نومې سازمان د سوري لاندې راجوړ شوي سيمينار کې برخه لرونکو د خېبرپښتونخوا په موجوده امنیتي صورتحال او د پښتنو د وسيلو په تحفظ خبرې اترې اترې کړي اؤ په پاکستان کې پښتنو سره کېدونکې رویه یې غندلې ده.
د پښتون اېکشن ارګنایزېشن نومې سازمان د سوري لاندې راجوړ شوي سيمينار کې برخه لرونکو د خېبرپښتونخوا په موجوده امنیتي صورتحال او د پښتنو د وسيلو په تحفظ خبرې اترې اترې کړي اؤ په پاکستان کې پښتنو سره کېدونکې رویه یې غندلې ده.

د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو سيمو څخه ورغلو پښتنو له حکومت څخه په خپلو سيمو کې د امن د ټينګښت اؤ په خپلو وسیلو د واک ورکولو غوښتنه کړې ده او ویلي دي چې باید نړۍ د پښتنو په ابادۍ کې د دوي مرسته وکړي.

د پښتون اېکشن ارګنایزېشن نومې سازمان د سوري لاندې راجوړ شوي سيمينار کې برخه لرونکو د خېبرپښتونخوا په موجوده امنیتي صورتحال او د پښتنو د وسيلو په تحفظ خبرې اترې اترې کړي اؤ په پاکستان کې پښتنو سره کېدونکې رویه یې غندلې ده.

په دې موقعه د کرک قومي تحريک صدر ډاکټر عمران خټک ډيوه سره خبرو کې وويل بجلي او اوبه د خېبرپښتونخوا دي، ټول ملک ته یې ورکوي خو بيا هم د پښتون سره زور زياتی کېږي، په بچيانو یې ظلم کېږي، او هم پښتنو ته دهشت ګرد ویل کیږي.

هغه وویل، څوک چې هم د پښتنو د حق لپاره غږ پورته کوي نو د هغه د غږ غلې کولو هڅې کېږي.

سيمنار ته راغلي د کوهاټ امن کمېټۍ غړي جاوید خان بنګش ډيوه ته وویل، د پاکستان رياستي واکداران دا خبره کوي چې ددې بېرغ د سیورى لاندې ټول يو دي خو وایي په حقیقت کې داسې نه ده.

د ښاغلی بنګش په خبره "خو دلته ټول يو نه دي بلکې يوازې دوه درې له دې بېرغ لاندې يو دي، ځکه چې د پښتون په خاوره مسایل دي خو وسایل یې نشته. باید چې د وزير اعظم په شمول د هېواد ټول مشران د خېبرپښتونخوا ستونزو ته پاملرنه وکړي، څنګه چې دوى د پنجاب او اسلام اباد مشران دي هم داسې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان ټولو مشري پغاړه لري"

ملک نعمان بېټنی دې سيمنار ته له ټانک څخه ورغلی ؤ، هغه ډیوه ته وايي"مونږ په خپله علاقه کې امن غواړو، او ښه پوخ امن غواړو او چرته چې امن وي نو بيا هلته تعليم هم وي"

نوموړی وایي تر څو چې په دغو سيمو کې امن پرځاې نه شي نو پښتون تر هغې په خپلو وسيلو اختيار نه شي ترلاسه کولی.

د شمالي وزیرستان ضلعې نظام داوړ وايي، مونږ ددې غونډې په ذريعه ګردې دنيا ته پېغام ورکوو چې د پښتنو د ابادۍ او امن ټينګولو لپاره راشې او موږ له لاس راکړي او د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په ګډون پښتون د بېلټ په امن او ترقۍ کې خپل کردار ولوبوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې بیلابیل ولسي تحریکونه د خپلو حقونو لپاره احتجاج ته راپورته شوي اؤ تورونه لګوي چې ایین صوبو ته کوم حقونه ورکړي دي پاکستان کې وړې صوبې د خپلو هغو ټولو اییني حقونو نه محرومه ساتل کیږي.

خو بیا هم په دغو دواړو صوبو کې سیاسي مشران اؤ د مدني ټولنې غړي نیوکي کوي چې پخپلو وسیلو ورته اختیار نه ورکول کیږي اؤ ګټې یې مرکز اؤ پنجاب ته روانې دي.



په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د تېرو څو کالو راهسې د ترهګرۍ لړۍ دوامداره ده اؤ د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف په پینځم اګست یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وو، د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبې تر ټولو زیاتې ځپل شوي چې پخپله یې وخت په وخت پاکستاني چارواکي هم اعتراف کوي .

په ۱۴م اګست د ازادۍ د ورځې د پوځي سلامۍ دستورې ته د پوځ مشر جنرال عاصم منیر خپله وینا کې ویلي وؤ

د پښتونخوا ولس د خپل پوځ اؤ قانون په ځای کوونکو ادارو سره اوږه په اوږه لکه د فولادو د غر ولاړ دی چې په دې ټول قام د پښتونخوا د ولس احسانمن دی.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG