لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې په پوليسو بريد کې يو اهلکار وژل شوی


د خېبرپښتونوا سېلګرۍ سيمې سوات کې تېره شپه ناوخته د بڼ پوليسو په چوکۍ نامالومو وسله والو لاسي بم، ګرنېډ غورځولی، په نتيجه کې یې يو پوليس اهلکار وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د سوات د بڼ پوليس چوکۍ يو چارواکي برکت علي وي او اې ډيوه ته وويل، د بڼ تاڼې د نوي کلي په چوکۍ تېره شپه يوولس نيمې بجې نامالومو کسانو لاسي بم غورځولی په نتيجه کې یې دوه پوليس اهلکار ژوبل شوي وو.

هغه وويل، ژوبل اهلکار د سېدو روغتون ته منتقل کړل شوي، هلته بيا يو [مدد محرد] ژوند د لاسه ورکړی او د بل درملنه روانه ده.

نوموړي زياته کړه، د بريد سره سم پوليس ځوابي ډزې کړي او د لټون عمليات پيل کړل شوي دي.

په ټولنيزو رسنیو د پېښې ويډيوز خپرې شوې، چې پکې د ډزو زورور اوازونه اورېدل کیږي.

په سمدستي توګه د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

له دې وړاندې د پاکستان د ازادۍ په ورځ 14م اګست د سوات د مټې تحصيل په سمبټ علاقه کې په پوليس چيک پوسته وال بريد کې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی او وروسته یې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی وو.

په 14م اګست د سوات په تيلګرام کې هم په پوليس چوکۍ وسله وال بريد شوی خو چارواکو په دغه بريد کې د کومې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وو ویلي.

د یادو پېښو وروسته په 18م اګست د سوات ولسي پاڅون لخوا په هغه ځای غونډه راجوړه شوې چرته چې په پوليسو وسله وال بريد شوی وو.

سوات او د خېبرپښتونخوا صوبې په نورو سيمو کې د امن ولسي پاڅونونو لړۍ د کال 2022م راهسې پيل شوې کومه چې تراوسه روانه ده.

په سوات کې د کال 2022م د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو، ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه.

له دغې وروسته هم د دغه کال ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې په اګست 2022م کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات او صوبې په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه لاريونونه او مظاهرې شوې وې.

دغه پېښې وروسته له هغې شوې چې د کال 2021م په 28 نومبر تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د څو بريدونو زمه وارۍ یې هم منلې وې.

خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ لړۍ چټکه شوې او د صوبې په بېلابيلو برخو کې نزدې هره ورځ د ناامنۍ پېښې کيږي.

د 13م اګست په شپه ناوخته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منیر په کاکول کې د پوځي پرېډ دستورې ته په وينا کې ويلي وو، په خېبر پښتونخوا صوبه کې یو وارې بیا د ترهګرۍ فتنې سر راپورته کړی او د ترهګرۍ چقولو یا ځپلو لپاره د پاکستان پوځ او قانون په ځای کوونکې ادارې په مبارزه بوختې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG