لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د پوځ مشر ویلي، پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي د موجودګۍ په اړه کوم ثبوت نه دی ورکړی


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د پوځ مشر فصيح الدين فطرت ويلي، پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي د وسله والو د موجودګۍ په اړه طالبانو ته کوم ثبوت نه دی ورکړی. دوه ورځې وړاندې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي وو، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان څخه فعاليتونه کوي.

فصيح الدين فطرت پرون د اګست په 28مه کابل کې يو خبري کانفرنس کې، په افغانستان کې د ټي ټي پي موجودګي په کلکه رد کړه او وې ويل، پاکستاني طالبان هم په دغه هيواد کې دننه مرکزونه لري او ځينې سيمې یې د کنټرول لاندې دي، او هم له هغو سيمو په پاکستان کې دننه بريدونه ترسره کوي.

هغه وویل،"هیڅوک دا نه شي ثابتولی چې ټي ټي پي د افغانستان په کومه برخه کې خپل مرکزونه لري"، هغه زياته کړه، طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به په بل کوم هيواد بريد نه کيږي، دغه ژمنې ته پابند دی او که "چري [ټي ټي پي] په افغانستان کې وجود لري اجازه ورته نه ورکوي چې له افغانستان څخه په پاکستان بريدونه وکړي".

د طالبانو پوځي مشر ویلي، لازمه نه ده چې پاکستاني چارواکي پرله پسې د خپلې کمزورۍ پړه په افغانستان اچوي.

په 27م اګست د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کابينې غونډې ته په وينا کې ويلي وو، "د تېرو څو مياشتو راهسې د خېبرپښتونخوا جنوبي سيمو کې ترهګرو بې ګناه پاکستانيان وژلي دي، دا خبره اوس پټه نه ده چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګر یې کوي او د افغانستان نه فعاليتونه کوي".

شهباز شریف دغه څرګندونې بلوچستان کې د بريدونو د پېښو يوه ورځ وروسته کړې وې، هغه ويلي وو،"وخت رارسېدلی چې د ترهګرۍ خاتمه وکړل شي".

بلوچستان صوبه کې د 25م او 26م اګست په منځنۍ شپه کې په بېلابيلو وسله والو بريدونو کې د 14 پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د 50 نه زيات کسان وژل شوي، او پوځ د 21 ترهګرو وژلو دعوه کړې ده. د يادو بريدونو زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي، پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او د افغانستان څخه په پاکستان کې ترهګري کيږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه دعوې رد کړي دي.

په ‏‎22‎م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ‏ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د [عزم استحکام] په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه. په وروستيو کې د دغو عملياتو دپاره 20 اربه روپۍ منظور کړل شوي دي.

هم د جون په مياشت کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي وو، په عزم استحکام عملیاتو کې که ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم د تحریک طالبان ‏پاکستان، ټي ټي پي پرضد عمليات کېدی شي.

پاکستان د روان کال مارچ په میاشت کې د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د الوتکو د لارې بمباري کړې او د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال یې په هدف کړي وو.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، پاکستانيو الوتکو د عامو وګړو کورونه بمبار کړي، پينځه ښځې او درې ماشومان یې وژلي وو. هغه ويلي وو، "ياد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غېر سنجيده اقدام د افغانستان په حريم تجاوز او تیری بولي".‏

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پالیسۍ او سټراټیجۍ د چارو مرستیال قاسم فرید کابل کې په پروني خبري کانفرنس کې په افغانستان کې دننه د پاکستان د پوځ د احتمالي برید په اړه وویل چې دوی به د خپل هيواد د خپلواکۍ، خاورې تمامیت او خپل عزت دفاع کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG