لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيند صوبې په ساحلي پټۍ کې د سمندري طوفان جوړېدو اندېښنه څرګنده کړل شوې


پاکستان کې د موسمياتو محکمې د شپې ناوخته ويلي، نن د سهار پورې د کراچۍ په ګډون د سيند صوبې په سمندري ساحلي پټۍ د سمندري طوفان جوړېدو خطره ده، د موسمياتو محکمې خبرداری ورکړی دی.

د موسمیاتو د محکمې ترمخه، نن د جمعې په ورځ د کراچۍ په ګډون د صوبې په نورو برخو کې د زورورو بارانونو امکان دی.

په کراچۍ او د سيند صوبې په ځينو نورو ضلعو کې نن د بارانونو او طوفاني صورتحال جوړېدو له امله په تعليمي ادارو کې رخصتي اعلان کړل شوې ده.

په کراچۍ ښار کې نن د سهار راهسې د تېزو سيلو لړۍ روانه ده.

د موسمیاتو محکمې د پرون راهسې په دويم ځل د موسم په اړه د شپې بل خبرداری جاري کړی دی.

د موسمياتو محکمې ويلي، په سمندر کې د هوا د کم دباو لړۍ د تېرو 12 ساعتونو څخه د هند د لوري لويديځ او جنوب لويديځ پله حرکت کوي، او د کراچۍ ښار د ختيځ او جنوب ختيځ څخه 250 کلوميټره لرې ده.

ويل شوي، دغه موسمي صورتحال لویدیځ او جنوب لويديځ پله نور حرکت کوي، او نن تر سهاره پورې شمال ختيځ بحېره عرب کې داخلېدی شي.

ويل شوي، په سمندر کې تېز والی راتلی شي، او د هواګانو رفتار د 50 نه تر 60 او 70 کلوميټره ګهنټې/ ساعت په حساب چلېدی شي.

د موسمياتو د محکمې مشر سردار سرفراز تېره شپه وي او اې ډيوه ته ویلي وو، د سمندري طوفان سمه اندازه به نن سهار کيږي چې سمندري طوفان جوړيږي که نه، خو د سيند صوبې په ساحلي سيمو کې د زورورو بارانونو امکان دی.

د موسمیاتو محکمې د سبا 31م اګست پورې په کراچۍ او د سیند صوبې ساحلي سيمو او نن د بلوچستان صوبې په ساحلي سيمو کې د تېزو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

د موسمیاتو محکمې د سبا پورې ماهي ګيرو ته سمندر ته د نه تلو ويلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG