څيړونکي او سياستوال وايي، د پاکستان د بلوچستان صوبې مسله سياسي ده د خبرو د لارې هوارېدی شي خو اول دې خبرو ته لاره هواره کړل شي، په زوره او قوت د بلوچستان مسله نه شي حل کېدی. د پاکستان حکومت وايي، د هغو سره مذاکرات کېدی شي چې ايين ته احترام لري.
د پاکستان بلوچستان صوبه کې د اوږدې مودې راهسې ناامني دوام لري، د 25م او 26م اګست په منځنۍ شپه کې په د بلوچستان په بېلابيلو وسله والو بريدونو کې د 14 پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د 50 نه زيات کسان وژل شوي، او پوځ د 21 ترهګرو وژلو دعوه کړې ده. د يادو بريدونو زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.
پرون په 29م اګست د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ کوټه کې د بلوچستان صوبې د حالاتو په اړه د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې ده.
د غونډې په اړه د وزيراعظم دفتر ويلي، "کمېټۍ په ترهګرو بريدونو کې د بې ګناه پاکستانيانو د وژنو د پېښو غندنه کړې، ترهګرۍ د ختمولو دپاره به ټول وسايل په کار راوستلی شي، او صوبه کې به د ترهګرۍ ضد هڅې ګړندۍ کولی شي".
غونډه کې ويل شوي، "د پاکستان د ايين احترام کوونکو سره مذاکرات کېدی شي".
بلوچستان صوبه کې پوهان او ملت پاله سياستوال وايي، د بلوچستان د مسلې حل قوت يا زور کارول نه دي بلکې د سياسي خبرو د لارې مسله هوارېدی شي.
څيړونکی خبريال سيد علي شاه وايي، د بلوچستان مسله سیاسي، اييني او معاشي ده او تر څو چې دغو پوښتنو ته ځوابونه نه وي ويل شوي، د بلوچستان ستونزه نه شي حل کېدی.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، "وزيراعظم بلوچستان ته ورځي غونډي کوي خو دا داسې عارضي اقدامات معلوميږي، تر څو چې بامقصده خبرې، بحثونه نه وي شوي، بلوچستان کې امنیت نه شي راتلی، ځکه د طاقت استعمال نه وړاندې امنيت په ځای کړی او نه یې اوس راوستلی شي"، د نوموړي په خبره اول دې د خلکو مسلې واورېدل شي.
د بلوڅ ملت پاله بلوچستان نېشنل ګوند مرکزي غړی غلام نبي مری وايي، بلوچستان کې چې څه روان دي دا نننۍ خبره نه ده بلکې دا د پاکستان د جوړېدو راهسې جوړه مسله ده.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، "د دې مسلو يو پس منظر دی، د بلوچستان حقونه تروړل شوي، محرومۍ ورځ تر بلې سېوا شوي، کمې کړل شوي نه دي، د سیاسي مشرانو خبرې نه دي اورېدل شي، د پوځي مشر يحيا خان د وخت نه تر امر پروېز مشرف پورې پوځي عمليات وکړل شو او تراوسه روان دي خو شخړې هواريږي نه، نوره سېوا کيږي".
هغه زياته کړه، د بلوچستان د مسلې د هوارولو دپاره به اول ايين او د ايين لاندې د بلوچستان حقونه منل وي.
"بلوچستان نېشنل ګوند وړاندينو حکومتونو او سياسي ګوندونو ته خپل نکات وړاندې کړي خو عمل پرې نه دی شوی ځکه اختيار د دوی سره نه دی د اسټبلشمنټ سره دی، د مذاکراتو نه وړاندې دې بې درکه خلک عدالتونو ته وړاندې کړل شي، د ګناهګار بې ګناه فيصله دې عدالتونه وکړي، په ټول ملک کې دې جبري بې درکه خلک عدالتونو ته وړاندې کړل شي".
هغه وويل، "سياسي خلکو ته دې ازادي ورکړل شي چې په ازاده سياسي فعاليتونه وکړي"، نوموړي زياته کړه، داسې او نور اقدامات دې وشي او چې وليدل شي نو بيا د مذاکراتو ماحول مخ په وړاندې تلی شي، رياست ته به خپله رويه او پاليسي بدلول وي بيا معاملات سړېدی شي.
د نېشنل پارټۍ ګوند وياند علي احمد وايي، دوی د اولې ورځې وايي چې د بلوچستان د مسلې حل سياسي دی. وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه هم وويل، بلوچستان کې پينځه شپږ پوځي اپرېشنې شوي او اوس هم هغه لړۍ روانه ده. خو امن په ځای نه کړل شو.
هغه وويل، "حکومت او د دې ملک مقتدره قوتونه پوهيږي نه، نن بيا د پوځي عملياتو خبره کیږي، او بې زغمۍ خبرې کيږي، د دې نتيجې به خطرناکې وي".
علي احمد هم د بې درکه خلکو د مسلې هوارولو، بلوچستان کې حقيقي استازو ته د حقيقي استازيتوب حق ورکولو غوښتنه وکړه او وی ويل، "پروېز مشرف هم د قوت خبره کړې وه، مسلې به په سنجيدګۍ سره هوارول وي، د مسلې جرړې به لټول وي، د هغې وروسته حالات ښه کېدو پله تلی شي".
Forum