لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ پوهنتون پروفېسر ډاکټر رياض احمد د څو ساعتونو بې درکۍ او بند وروسته خوشی کړل شوی


Dr Riaz Ahmed associate professor and syndicate member at the University of Karachi
Dr Riaz Ahmed associate professor and syndicate member at the University of Karachi

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کراچۍ پوهنتون استاز اېسوسي اېټ پروفېسر ډاکټر رياض احمد ويلي، نزدې د اته ساعتونو د بې درکۍ او پوليسو د بند وروسته خوشی کړل شوی دی. ډاکټر رياض احمد د کراچۍ پوهنتون د سنډيکېټ په غونډه کې د اسلام اباد هايکورټ د جج جسټس طارق محمود جهانګيري د قضيې او نورو پرېکړو په اړه تورونه لګولي، خو پوهنتون دغه تورونه غلط بللي او رد کړي دي.

ډاکټر رياض احمد ويلي، پرون په 31م اګست ماسپښين په يوه نيمه بجه د کراچۍ د ټيپو سلطان روډ څخه اغوا کړل شوی، په داسې وخت کې چې هغه په پوهنتون کې د سنډيکېټ غونډه کې ګډون له روان وو.

د نوموړي په خبره، د نيولو وروسته، "زه د شپې تر نهه بجو پورې د يو نه بل پوليس تاڼې ته منتقل کړل شوی یم او د شپې د بهادر اباد تاڼې څخه خوشی شوم".

د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د کراچۍ پوليسو ويلي، ډاکټر رياض احمد په يو زوړ کېس کې نيول شوی او په معلوماتو کولو هغه بيا خوشی کړل شوی دی.

د خوشي کېدو وروسته نوموړي مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، "پرون د سنډيکېټ غونډه وه او ما په 11 بجې اېکس پوسټ کې ويلي وو، چې د هايکورټ د يو جج خلاف د انفيرمين کېس دی، هغه په 1989 يا 90م کال کې د کراچۍ پوهنتون نه اېل اېل بي ډګري کړې وه، په هغه د انفيرمين کمېټۍ کېس جوړ کړی او نن د سنډيکېټ په غونډه کې د هغې منظوري ورکړل کېده، ما د هغې سره ليکلي وو چې په اسلام اباد کې د اقتدار جګړه په کراچۍ پوهنتون کې ګټل کيږي او دا ډېره غلطه خبره ده".

هغه زیاته کړه، "ما ليکلې چې پوهنتون کې دې د بهر څخه لاسوهنه ودرول شي، ما د جسټس جهانګیري نوم نه دی ویلی، ما وړاندې معلومه کړې وه چې د انفيرمين قضيه کې هر تن رابلل کيږي د هغه نه تپوس کيږي او بيا یې پرضد کارروايي کيږي، د جسټس جهانګيري څخه تپوس نه دی شوی او پرضد يې يو اړخيزه فيصله شوې ده".

نوموړي د سنډيکېټ د غونډې بيا بللو غوښتنه کړې او ويلي یې دي، "زه نه د پاکستان تحریک انصاف ګوند او نه د کوم بل ګوند پلوي يم، د بشري حقونو دپاره ودريږو، مونږ په سياست کې کار نه لرو خو د هغو ادارو چې هر څوک دي د هغو کار هم نه دی چې په پوهنتون فشار واچوي او فيصلې پرې وکړي".

ډاکټر رياض احمد تور لګولی، "سنډيکېټ د ربړ مهر دی، او په سنډيکېټ چې بهرني اته غړي دي، وايس چانسلر چې څه غواړي هغوی هم هغه شان کوي".

خو د کراچۍ پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر پروفېسر خالد محمود عراق د ډاکټر رياض احمد تورونه ردوي او وايي، "سنډيکېټ 23 غړي لري، د وزیراعلا، هایکورټ، اېچ اي اېس سي او د پوهنتون غړي پکې شامل وي، او په سنډيکېټ کې چې د کومې کچې خلک دی، زه يقين لرم چې دوی به د بل خبرې ومني، فيصلې د پوهې په بنياد کوي، رياض صاحب چې څه وايي، هغه غلط تورونه دي".

نوموړي وويل، د سنډيکېټ په غونډه کې څه فيصلې شوي، چې د هغې پوره تفصيل مخې ته راشي بيا پرې خپل نظر ورکوي.

د پوهنتون لخوا د سنډيکېټ د غونډې په اړه جاري شوي بيان کې ويل شوي، "د وايس چانسلر په مشرۍ د سنډيکېټ په غونډه کې د نورو پرېکړو سره، د انفير مينز د کمېټۍ لخوا وړاندې کړل شوې سفارښتنې منظور کړل شوي چې پکې د ډګرۍ او داخلو منسوخي هم شامل ده".

پاکستان تحريک انصاف ګوند په اېکس پوسټ کې تور لګولی، "ډاکټر ریاض احمد ځکه اغوا کړل شوی چې هغه د جسټس طارق محمود جهانګيري د تعليمي ريکارډ په اړه راپورته کړل شوو پوښتنو باندې خبره کړې چې په دغې په اړه په پوهنتون فشار اچول کيږي".

پي ټي آی ويلي، "جسټس طارق محمود جهانګيري د اسلام اباد هايکورټ د هغو شپږو ججانو د جملې څخه دی چا چې سپريم جوډيشل کونسل ته خط ليکلی او د عمران خان او پي ټي آی په اړه قضيو کې یې د استخباراتي ادارې آی اېس آی لخوا په عدالتي چارو کې د لاسوهنې ويلي وو".

د روان کال مارچ په مياشت کې د اسلام اباد هایکورټ شپږو ججانو د استخباراتي شبکو د لاسوهنې پر ضد سپریم جوډیشل کونسل ته خط لیکلی وو.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېش د کراچۍ پوهنتون د استاز او سياسي فعال ډاکټر رياض احمد د نيولو او بې درکولو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کراچۍ پوهنتون استازانو ويلي، د ډاکټر رياض احمد د نيولو پرضد به د ګل/ دوشنبې په ورځ پوهنتون کې توره ورځ نمانځي او احتجاجاً به کلاسونه نه اخلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG