لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د اکسفورډ پوهنتون د چانسلر انتخابات د عمران خان دپاره لانجمن، خو پي ټي آي پرې بيا هم سیاست کوي


څيړونکي وايي، د پاکستان د پخواني وزيراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اکسفورډ پوهنتون د چانسلر په انتخاباتو کې برخه اخستل لانجمن دي، خو پاکستان تحریک انصاف او عمران خان د دغه لارې په مطبوعاتو کې ځان ساتل غواړي او سياست پرې کوي.

په 18م اګست د تحریک انصاف ګوند یو مشر زلفي بخاري په اېکس پوسټ کې ويلي وو، د عمران خان په لارښوونه د اکسفورډ پوهنتون د کال 2024م د چانسلر ټاکنې لپاره درخواست جمع کړل شوی دی.

د سياسي چارو پوهان او خبریالان وايي، عمران خان او ګوند یې تل هڅه کوي چې په ځايي او نړيواله کچه په مطبوعاتو کې ځان وساتي، هره موضوع که د عمران خان او تحريک په حق کې يا مخالفت کې ولې نه وي، دوی یې د لاسه نه ورکوي سياست او مشهورتيا پرې کوي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې مشر ډاکټر فېض الله جان وايي، د اکسفورډ پوهنتون چانسلر يوه اعزازي څوکۍ ده، او دغه دومره مهمه خبره نه ده، ځکه په دغو انتخاباتو کې خلک زياته برخه هم نه اخلي.

خو نوموړی وايي، "د عمران خان او تحریک انصاف ګوند دپاره دا غټه ګټه په دې ده چې هغه ترې سياسي ګټې ترلاسه کولی شي، دوی به وايي چې عمران خان يواځې د اکسفورډ نه سبق نه دی ويلي، چانسلر یې هم منتخب شو".

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي زیاته کړه، "د عمران خان د نومول کېدو د اسنادو جمع کولو سره دوی په نړيواله کچه ګټه ترلاسه کړه چې د لويديځ په مطبوعاتو کې د عمران خان نوم اخستل شورو شو، چې هغه لانجمن دی او کمپاين يې پيل شو، هغه خلک به یې وپېژني چې نه یې پېژندو".

د ښاغلي فېض الله جان په خبره، "عمران خان د طالبانو د پلويتوب او اسامه بن لادن ته شهيد ويل، د هغه دپاره د نيوکو سبب دی خو پي ټي آی په هر څيز باندې پروپېګنډا کول غواړي او په دې کې کامياب دي".

پاکستان کې ياد جرنلسټ عمرچيمه هم د نوموړي فېض الله جان د نظر په څېر وايي، پي ټي آی غواړي چې عمران خان په نړيوالو کچه په مطبوعاتو کې پاتې شي او يوه موقع هم د لاسه نه ورکوي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، "دا هم لا نه ده معلومه چې هغه [عمران خان] د اکسفورډ پوهنتون چانسلر جوړېدو وړ کانديد هم ګرځي که نه، خو د هغې نه وړاندې پرې بحث پیل شوی او پي ټي آی پرې عمران خان په مطبوعاتو او سياست کې ژوندی ساتل غواړي".

هغه زیاته کړه، "دا وروستۍ خبره ده، خو بيا هم که فرض کړل شي، چې عمران خان د اکسفورډ چانسلر منتخب شو، هغه به د اکسفورډ او برتانیې دپاره په خپله مسله وي، هغوی به په کوم کوم ځای کې د عمران خان د خبرو او بيانونو مطلبونه او معنې اوباسي او خلک به پوهه کوي، او يا به یې د بيانونو څخه په شا کيږي، ځکه عمران خان په خپله د تضاداتو ډک دی، وايي يو څه او کوي بل څه".

د عمران خان د اکسفورډ پوهنتون د چانسلر په انتخاباتو کې د کانديد په توګه مخې ته راتلو وروسته د هغه په اړه د ګارډين ورځپاڼې کې چاپ شوي کالم يا ليک کې ويل شوي، عمران خان د طالبانو [افغانستان کې واکمنو] دوست دی او د هغه منتخب کولو ته د ښځو سپکاوی ویل شوي دي.

په کالم کې د عمران خان د نومول کېدو په اړه پوښتنې راولاړې شوي چې، ايا د طالبانو دوست تن د اکسفورډ پوهنتون چانسلر جوړېدل سم دي؟، عمران خان د طالبانو ملاتړ کړی او اسامه بن لادن ته یې شهيد ويلي وو.

عمران خان چې په کال 2020م کې د پاکستان وزيراعظم وو، د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې یې د ترهګرې ګرځول شوې ډلې القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته شهيد ويلي وو. اسامه بن لادن د کال 2011 په دوېمه مې د امریکې ځانګړو ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې په عملياتو کې وژلی وو.

د کال 2021م د اګست په 15مه چې طالبان په کابل ور وختل او واکمن شو، د هغې په سبا له عمران خان چې هغه وخت هم د پاکستان وزیراعظم وو، د (طالبانو) د نوم اخستو پرته يې ويلي وو، "هغو په افغانستان کې د غلامۍ زنځيرونه مات کړه".

طالبانو په افغانستان د جينکو په تعليم او ښځو په کار بنديزونه لګولي او په نړيواله کچه پرې سختې نيوکې کيږي.

د ګارډين په ليک کې د عمران خان د ښځو د جامو په حواله د بيان او سلمان رشدي سره د ناستې نه انکار او هغه ته د مذهب سپکاوي ويونکي يادګېره هم شوې ده.

په جولايۍ 2021م کې يوې بهرنۍ خبري ادارې سره په مرکه کې پخواني وزیراعظم عمران خان په ښځو د جنسي تیریو پېښو کې د زیاتوالي لامل د ښځو لنډې جامې ګرځولې وې، او په هغه بيا سختې نيوکې شوې وې.

د ګارډين نه وړاندې وړاندې [ډېلي مېل] ورځپاڼې هم ويلي وو، د اکسفورډ د چانسلر نومول کېدو ضد پوهنتون ته ايمېلې شوي دي او په هغې کې هم په عمران خان د نيوکو ويل شوي وو.

د عمران خان پلويانو په اېکس پوسټونو کې ويلي چې عمران خان به د اکسفورډ چانسلر وي، او د هغه دپاره د کمپاين او په اړه یې مطبوعاتي خبرونه خپروي.

خو ځینې بيا وايي، عمران خان د اکسفورډ د چانسلر جوړېدو د لارې بهر وتل غواړي خو هغه به په يوه لاره هم بهر پرې نه ښودل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG