لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: د آی اېم اېف د پور پروګرام وروسته کېدل به د پاکستان ستونزې نورې سېوا کړي


د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي، حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې، آی اېم اېف څخه د قرض نوي پروګرام ترلاسه کولو په غرض د ادارې شرطونه پوره کوي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي که د آی اېم اېف د بورډ لخوا د مسولينو په کچه د شوې لوظنامې په منظورولو کې نور وروسته والی کيږي، نو د پاکستان په معاشي درجه بندۍ اثر پرېوتی شي او ورسره د ملک لپاره د نړیوالو ادايګيانو ستونزې نورې هم سنګینې کېدې شي.

د تېر نهې، سه شنبې په ورځ د وفاقي کابينې غونډې ته په وينا کې وزير اعظم شهباز شريف وويل د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف څخه د قرض نوي پروګرام ترلاسه کولو لپاره چې څه هم شرطونه دي د هغې لپاره ګامونه پورته کول کيږي او هيله یې څرګنده کړه چې دغه شرطونه به په وخت پوره کړي شي.

د پاکستان او آی اېم اېف ترمنځه د مسولينو په کچه د اووه اربه ډالرو قرض نوي پروګرام ترلاسه کولو لپاره روان کال جولايۍ کې لوظنامه لاسلیک شوې وه او له هغې وروسته به اوس د آی اېم اېف بورډ منظوري ورکوي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي د پاکستان او آی اېم اېف ترمنځ د مسولينو په کچه شوو خبرو کې فنډ يوه خبره ډېره په ښکاره ټکو کې پاکستان ته کړې وه چې د توانايۍ په څانګه کې ورکړی کېدونکي رعايتونه به ختموي، دوي ګمان کوي چې د پنجاب صوبايي حکومت لخوا د بجلۍ په مد کې اعلان شوي رعايتونه د آی اېم اېف بورډ لخوا د منظورۍ نه ورکول کېدو تر شا هم يو رکاوټ کېدې شي.

د توانايۍ او اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر خالد وليد وايي، "د آی اېم اېف سره د سټاف په کچه د شوې معاهدې مطابق نړیوالې مالياتي ادارې د پاکستان حکومت د سپېشل اکنامکس زونز يا اېس آی اېف سي لاندې جوړېدونکو منصوبو ته هر قسمه رعايتونو ورکولو څخه په سختۍ سره منع کړي دي او شايد په حتمي لوظنامه نه لاسلیک کېدو کې دا هم يو خنډ وي".

پاکستان دا وخت د خراب اقتصادي صورتحال، ګرانۍ، سياسي اړي ګړي ترڅنګ د امنیت د ستونزو سره مخامخ دی. او څيړونکي په داسې حالاتو کې د اقتصاد ښه کولو يوازځينۍ لاره د آی اېم اېف څخه د اووه اربه ډالرو قرض ترلاسه کول بولي.

اقتصاد پوهان وایي د دوستو هيوادونو لخوا د پاکستان د قرضو بيرته ستنولو مودې د ورستو کولو په لړ کې وروسته والی هم د آی اېم اېف د پروګرام په منظورۍ کې يو خڼد دی.

شهريار بټ، اقتصاد پوه شهريار بټ وايي، "که پاکستان ته د آی اېم اېف دا نوی پروګرام ترلاسه نه شو نو د اقتصادي سقوط خطره به يو ځل بيا سر راپورته کړي. ځکه چې په نړيوال کچ يو ملک هم دا وخت د پاکستان په اقتصاد د باور څرګندونه نه کوي، او دا باور به پرځای کېږي چې دا هېواد د آی اېم اېف پروګرام ترلاسه کړي. او بيا کولی شي چې نورې نړیوالې قرضې ترلاسه کړي. دا وخت پاکستان ته د 26 ارب ډالرو څخه زيات د بهرني مالي ملاتړ ضرورت دی، بل دا چې سعودي عرب، چين او متحده عرب امارات هم په پاکستان د ورپورې قرضونو ستنولو د نېټې د غځولو تاييد نه دی کړی".

شهريار بټ وايي پاکستان د چين، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د قرضو رول اور، يا وروسته کولو نه علاوه د اربونو ډالرو د نړیوالو پورونو د ستنولو لپاره په بېلابيلو لارو غور کوي.

پوهان وايي که د آی اېم اېف سره په ختمي لوظنامه کې نور وروسته والی کيږي نو ورسره د هيواد مشکلات نور هم سېوا کېدې شي چې لومړۍ بد اثر به ې د ونډو په بازار کيږي، د پانګو اچونکو په اعتماد کې کمی هم راتللی شي.

وزیر اعظم شهباز شريف وايي د آی اېم اېف بورډ ته به د پاکستان مقدمه ځي او که نوې پروګرام منظور شو نو يو نوی سفر به پيل کيږي، د نوموړي په وينا، دا يوه خبره بايد په ذهن کې کېښودل پکار ده چې دا زمونږ د آی اېم اېف سره اخري پروګرام کېدل پکار دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG