لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اختر مېنګل: بلوچستان کې د خلکو مرورېدو او وسلې راخستو زمه واره رياستي ادارې دي


Akhtar Mengal
Akhtar Mengal

د بلوڅ ملت پاله ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ مشر سردار اختر جان مېنګل چې د قامي اسمبلۍ د غړیتوب څخه استعفا ورکړې، تور یې لګولی، "بلوچستان کې چې نن کوم خلک مرور دي،‌ کومو خلکو چې نن وسله راغستې د دغې ذمه واره ریاستي ادارې دي. د ریاستي ادارو د ظلم او زیاتۍ د لاسه په بلوچستان کې خلکو وسلې راخستي دي".

د بلوچستان حکومت د تېرې میاشتې په وروستيو کې بلوچستان کې حملې کوونکي د مرورو په نوم نه بلکې د ترهګرو په نوم ياد کړي وو.

اختر مېنګل په درېم ستمبر د قامي اسمبلۍ د څوکۍ څخه استعفا ورکړې او ويلي یې وو،" له تيرو 75 کالو څخه دوی پر رياست اعتماد کوي"، هغه زیاته کړې، "د دې باوجود بلوچستان له پامه غورځول شوی او د بلوچستان د مسلو د حل لپاره څوک سنجيده نه دي".

بل لور ته د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد [تحريک تحفظ ايين پاکستان] د بلوچستان او ملک په نورو مسلو د ټول ګونديز کانفرنس رابللو غوښتنه کړې او په حکومت یې غږ کړی چې بلوچستان صوبه کې څه روان دي، دې ته دې په سنجيدګۍ سره کښېني.

ياد تحریک ويلي، د قامي اسمبلۍ سپيکر سره به ويني او د بلوچستان په حواله به ورسره خبره کوي چې په پارلیمان کې پرې اوږد بحث وشي، حکومت دې پارليمان ته اووايي چې په بلوچستان کې څه روان دي.

د تحریک انصاف ګوند اسد قېصر د اختر مېنګل د استعفا حواله ورکړې او ويلي یې دي، که سياسي خلک زړه ماتی کيږي او پارليمان په وجه یې په خپله سیمه کې عزت د لاسه ځي نو بيا د پارلیمان هيڅ حیثيت نشته.

اختر مېنګل وي او اې اردو سره په مرکه کې ويلي، "د تیرو 20,25 کالو راهسې چې په بلوچستان کې کوم ظلم او زیاتی روان دی، هم په دې پارلیمان کې مونږ یادونه وکړه، د خلکو د پوهولو هڅه مو وکړه. زمونږ خلک د احتجاج حق هم نه لري. او په دې اسمبلۍ کې په پوره کال کې یوه ورځ هم چا زمونږ د خلکو هیڅ یادونه وه نه کړه".

بلوچستان کې د خلکو د مرورتيا او وسلې راخستو په اړه یې ويلي،

"په بلوچستان کې چې نن کوم خلک مرور دي،‌ کومو خلکو چې نن وسله راخستې د دغې ذمه واران ریاستي ادارې دي. د ریاستي ادارو د ظلم او زیاتۍ د لاسه په بلوچستان کې خلکو وسلې راغستي. کله چې مونږ ته. د ماه رنګ په شان لور ته د احتجاج کولو حق نه ورکول کیږي. نو د هغوي سره بله کومه لاره پاتې کیږي؟ ځه دا نه وایمه چې د هغوي لاره سمه ده، خو چې کله تاسو نورې ټولې لارې وتړۍ نو انسان بیا د خپلې خوښې لاره ټاکي".

اختر مېنګل استعفا په داسې وخت کې ورکړې او د مرورو خلکو خبره یې کړې ده، چې تېره میاشت بلوچستان کې د خونړيو ترهګرو بريدونو وروسته په 27م اکتوبر د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي ويلي وو، "بلوچستان کې بلوڅو کوم پنجابی نه دی وژلی، ترهګرو پاکستانيان وژلي دي، دوی مرور نه بلکې ترهګر او شرخوښي دي، او زر به منطقي انجام ته ورسول شي".

له دغې وړاندې د کورنيو چارو مرکزي وزیر محسن نقوي هم په يوه خبري غونډه کې ویلي وو، "بلوچستان کې چې چا حملې کړي دوی مرور نه دي، ترهګر دي او حمله کوونکو ته به کلک ځواب ورکولی شي".

بلوچ لبرېشن ارمي، بي اېل اې د تېرې مياشتې په وروستيو کې په بلوچستان کې د حملو زمه واري منلې وه.

اختر مېنګل ويلي، "زمونږ یواځې دغه غوښتنه ده چې بلوچستان د دې هیواد برخه وګڼل شي، تر ننه پورې بلوچستان د دې هیواد برخه نه، یوه کالوني ګڼل شوې ده او مقصد یې یواځې دا دی چې د بلوچستان وسايل ونیول شي. که هغه سوي ګېس دی، که سېنډک دی که ریکوډېک دی او که د سي پېک منصوبې په نامه د ګوادر حقونه وهل دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG