لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس هېکرانو ته د امریکا خبرداری: "تاسو به نیسو!"


امریکا د یوې سترې سایبري حملې په پېښه کې د روس پنځه استخباراتي افسران او یو سېوېلین وګړی ملزم ګرځولي دي. د امریکا سرکاري وکیلانو ویلي چې هغه سایبري حمله، د اوکراین په ضد د کرملېن په جنګ کې اولنی ډز ګڼل کېده.

د امریکا عدلیه وزارت د شپږو روسي ملزمانو په ضد فرد جرم د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان کړ، او په هغو یې تور ولګولو چې د ۲۰۲۲ کال په جنوري میاشت کې یې د وېسپرګېټ په نوم د یو خرابکاره سافټ وئیر حمله کړې وه او مقصد یې دا و چې په اوکراین باندې د روس د پوځي حملې نه یوه میاشت وړاندې د اوکراین بنیادي اډانې له کاره وغورځوي.

د امریکا مرستیال اټرني جنرل مېتیو اولسن وویل: "په وېسپر ګېټ حملې کې د اوکراین هغه سېوېلین بنیادي ډهانچې او کمپیوټر سیسټمونه په نښه شول کوم چې د پوځ او یا قامي دفاع سره یې هېڅ قسمه تعلق نه و، او په کې هغه حکومتي ادارې شاملې وې چې اوکراین کې د بېړنیو خدماتو ذمه واري په غاړه لري، یا عدلي، د خوراک او یا تعلیم ادارې وې او غوښتل یې په دې باندې د اوکرایني عوامو حوصله ماته کړي."

د دې قضیې په برخه کې د اېف بي آی یا د امریکا د پلټونکې فډرال ادارې اېجنټ، بېل ډل باګنو چې د مېريلېنډ ریاست په بالټيمور ښار کې یې د اولسن ترڅنګ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې هغه سایبري حمله "د [اوکراین ضد] جګړې اولنی شاټ یا ډز ګڼل کېدلی شي."

د اېف بي آی دغه افسر زیاته کړه چې په وېسپر ګېټ کمپېن کې امریکا او د نېټو لسګونه اتحادیان هم په نښه کړی شول، او هغه کې آن د امریکا حکومت یوه اداره چې په مېریلېنډ ریاست کې وه، سایبري برید وشو او په عین وخت کې د امریکایي بنکونو اکاونټونو ته د رسایي هڅه وشوه.

هغه دا هم وویل چې "اېف بي آی به د خپلو اتحادیانو او د قانون د انفاذ د شراکتدارو ادارو سره یوځای، د دغو عاملینو څار وکړي او دغه خطرو سره به مقابلې وکړي. دغه قسمه سایبري جګړې د برداشت وړ ندي. د روس د جرمونو پیمانه د نظرانداز کېدلو نده."

په فردجرم نامه کې د روس غیرپوځي شهري سټیګل ترڅنګ، د روس پنځه استخباراتي افسران هر یو ولاډېسلاو بوروفکوف، ډېنېس ډېنېسینکو، یوري ډېنېسوف، دمیتري ګولوشوبوف، او نیکولای کورچاګین نومونه شامل دي.

اېف بي آی چارواکو وویل چې د روسانو دغې ډلې په مختلفو نومونو په ټول یورپ، مرکزي امریکا، او اېشیا کې په اهمو بنیادي ډهانچو سایبري حملې کړې دي.

د دغو تازه الزامونو د اعلان ترڅنګ، امریکایي چارواکو دا هم وویل چې د هر یو دغو تورنو روسانو په سر لس میلینه ډالر انعام هم ټاکل شوی دی. امریکا همدا راز انټرپول سره هم کار کوي چې وکړی شي دغه شپږ روسان ګرفتاره کړی شي.

وي او اې په دې اړه واشنګټن کې د روس سفارت نه د نظر څرګندولو غوښتنه کړې، چې د دې رپوټ تر خپرېدو یې څه جواب نه دی ویلی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG