لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لکي مروت پوليسو احتجاج په دويمه ورځ دوام لري


"د لکي مروت پوليس احتجاج کوي، وايي "مونږ امن غواړو
"د لکي مروت پوليس احتجاج کوي، وايي "مونږ امن غواړو

د خېبرپښتونخوا د جنوبي لکي مروت ضلعې پوليسو پرون په نهم ستمبر احتجاج پيل کړی نن په دويمه ورځ هم دوام لري. د لکي مروت پوليس وايي، "پوځ دې د ضلعې نه وځي، پوليس ته دې پوره واک ورکړل شي، امن به دوی په ځای کړي".

د لکي مروت ضلعې پوليسو پرون په داسې وخت کې احتجاج پيل کړی چې له دغې وړاندې په 24 ساعتونو کې په لکي مروت ضلعه کې په پوليسو څلور وسله وال بريدونه شوي، څلور پوليس اهلکار او د يو پوليس اهلکار ورور پکې وژل شوي وو.

له دغې دوه ورځې وړاندې پوليسو ويلي وو، په نورنګ علاقه کې یې د وسله والو ضد عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان يو کمانډر ملا محمد غلام وژلی وو. د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

د لکي مروت ضلعې پوليسو پرون په پوليس لاين او بيا په سړک احتجاج کړی چې پکې په ګڼ شمېر کې پوليس اهلکارو په ساده جامو کې ګډون کړی او اوس یې د پېښور کراچۍ غټه لاره [هايي وی سړک] بند کړی دی.

د لکي مروت ضلعې د احتجاج کوونکو پوليسو په وينا، د سپاهي نه واخله تر سب انسپکټر يا [اېس اېچ او] پورې پوليس چې شمېره یې د 800 پورې خواوشا جوړيږي، احتجاج کوي.

احتجاج کوونکي پوليس وايي، يوه غوښتنه لري، "پوځ دې د ضلعې نه وځي پوليس ته دې بيرته مکمل اختیار ورکړل شي، پوليس به د ترهګرو مقابله کوي او خاتمه به یې کوي. ځکه دوی وړاندې د 2009م نه تر 2011م پورې هم مقابله کړې او اوس به یې هم کوي".

د لکي مروت ضلعې يو پوليس چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، "تېره ورځ د بنو ډي آی جي، د لکي مروت ضلعې پوليس مشر او ډي سي د احتجاج کوونکو پوليسو سره مذاکراتو له ورغلي خو مذاکرات یې نه دي کامياب شوي".

خېبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول د صوبې په جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

پرون په نهم ستمبر د عوامي نېشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان هم په صوبه کې د ترهګرۍ او لکي مروت د پوليسو د احتجاج په اړه څرګندونې کړي دي.

هغه ويلي، "پښتونخوا دا وخت د ترهګرۍ په نرغه کې ده، د نيمې نه زياته پښتونخوا کې داسې حالات دي چې په تياره کې پوليس نه وي، د ورځې پوليس وي او چې تياره شي، پوليس تاڼو ته نننوځي او ترهګر باقاعده کنټرول سمبالوي او حالات دومره پېچلي شوي چې د لکي مروت پوليسو هم د ترهګرۍ ضد احتجاج کړی دی".

نوموړي زیاته کړې، "پوليسو غوښتنه کړې چې پوځ دې د دلته نه بهر شي، طالب يا ترهګر پوهه شه، پوليس او قام پوهه شه". هغه وويل، "يا خو رياست دا فيصله کړې ده د طاقتور قوت په وينا، چې مونږ پښتونخوا ترهګرو ته حواله کوو يا رياست اوده دی، استخبارات ختم دي، دا وخت حالات داسې دي چې د ساتونکو سره هم پښتونخوا کې د ماښام نه وروسته د ډېرو ضلعو څخه نه شي تېرېدی".

د خېبرپښتونخوا حکومت او پوځ د لکي مروت پوليسو احتجاج په اړه تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د لکي مروت پوليس وايي، سياسي ګوندونو، وکيلانو، تاجرانو او عامو خلکو یې د احتجاج ملاتړ کړی او نن به یې په احتجاج کې ګډون کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG