لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د عمران خان ضد قضيې په پوځي عدالت کې چلولو په سر د حکومت نه سپيناوی غوښتی


اسلام اباد هاىکورټ د پخواني وزیر اعظم عمران خان په ممکنه توګه په پوځي عدالت کې د محاکمه کولو په اړه د وفاقي حکومت څخه سپيناوی غوښتلې او امر یې کړی چې حکومت دې په څلورو ورځو کې دننه عدالت کې ځواب جمع کړي.

د پاکستان پوځ او ځينې حکومتي وزيرانو په دې وروستو کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان خلاف په پوځي عدالت کې د مقدمې چلولو اشاره کړې او ويلي یې وو چې د پوځي چارواکو د خپل شخصي او سياسي ګټو لپاره کارول قانوني کاروايۍ ته بلنه ورکول دي.

عدالت په خپل ريمارکس کې وویل چې د مرکزي وزيرانو لخوا د پخواني وزیر اعظم عمران خان په پوځي عدالت کې د مقدمې چلولو دړکې ورکړل شوي دي، عدالت وايي عمران خان يو عام وګړی دی او د يو عام تن په پوځي عدالت کې محاکمه کول د خواست کوونکي او د عدالت دپاره د فکر وړ خبره ده.

اورېدنه کې د عمران خان وکيل عزيز بنډاري عدالت ته وویل چې اوس مهال د عمران خان خلاف په پوځي عدالت کې کومه مقدمه نشته خو په مستقبل کې داسې کېدې شي.

قانون پوهان وايي د پاکستان په دستور او پوځي قانون کې داسې شقونه موجود دي، چې که يو عام ملکي وګړی د پوځ خلاف په سازش کې ککړ وي نو د هغه په ضد پوځي عدالت کې مقدمه چلېدې شي خو دا يو ناخوښه عمل ګڼل کېږي.

قانون پوه عليم خان عباسي وايي، "د يو داسې سړي چې د ولس مشري کوي او په ظاهره د پاکستان تر ټولو لوی سياسي ګوند مشر دی، د هغه په پوځي عدالت کې محاکمه کول بيخي د غندنې وړ دي او دا يو غلط پل ايښودل دي".

د قضيې د اورونې په مهال د هاىکورټ جج جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د پخواني وزیر اعظم عمران خان د وکيل څخه وپوښتل، ته وایې چې اوس مهال داسې کومه مقدمه نشته خو په راتلونکي کې داسې کېدې شي نو وکيل په خپل ځواب وويل چې هغوى اندېښنه لري.

عدالت په دې وروستو کې د حکومتي او لوړ پوړو پوځي چارواکو بيانونو ته په اشاره سره دغه ټول سياست وبلو.

د عدالت وينا وه چې د خواست کوونکي وکيل وايي، د پوځ د عامه اړیکو د څانګې د مشر لخوا هم په دې اړه بيان راغلی دی او که داسې وي نو بيا د فېډرېش، مرکز له خوا ښکاره درېځ مخې ته راتلل پکار دي.

په دې وروستیو کې د پوځ وياند مشر لفټننټ جنرل احمد شريف په خبري غونډه کې يوې پوښتنې ته په خپل ځواب کې ويلي وو د پوځي قانون لاندې چې څوک هم د ارمي اېکټ تابع کسان د خپلو شخصي يا سياسي ګټو لپاره کاروي او د دې شواهد موجود وي نو د هغه خلاف به قانون خپله لاره په خپله خپلوي.

د سياسي چارو ځينې څېړونکي هم د پخواني وزیر اعظم عمران خان خلاف په پوځي عدالت کې د مقدمې چلول کېدو ګنګوسي کوي. او وايي د آی اېس آی د پخواني مشر فېض حميد خلاف هم د کورټ مارشل لاندې کاروايي روانه ده.

د سياسي چارو کارپوه حماس حسن وايي، "ډېر څيزونه دي او که لږ نور مخکې ځو د منګله او د لاهور د کور کمانډرانو بر طرفي هم ده نو چې پوځ د خپلو کسانو خلاف دومره ډاډه اقدامات پورته کول نو د دې امکان شته چې عمران خان هم پوځي عدالت ته مخامخ شي".

دا قضیه د آی اېس آی د پخواني مشر جنرال ريټايرډ فېض حميد سره هم تړاو لري څوک چې اوس مهال د اختياراتو د غلط استعمال او سياسي ګوند سره د ساز باز لرلو ترڅنګ په يو شمېر تورونو لاندې په پوځي حراست کې دی او عمران خان هم اندېښنه څرګنده کړې وه هغه هم د فېض حميد په څېر پوځي عدالت ته مخامخ کولی شي.

قانون پوهان وايي په عدالت کې داسې کسان د مقدمو اورېدنه کوي څوک چې د قانون د الف ب نه هم خبر نه وي.

قانون پوه رياست علي ازاد وايي، "په پوځي عدالت کې په رڼه توګه اورېدنه نه شي کېدې او داسې کېدل د ايين د لسمې مادې سرغړونه ده او ځکه د پوځي عدالتونو د فيصلو خلاف په سپريم کورټ او هايکورټ کې اپيلونه کېږي، تر څو چې چاته په سم ډول انصاف نه ترلاسه کېږي نو زما په اند دا انصاف قتل وي".

د اسلام هاىکورټ جج جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب وينا وه چې په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو خلکو محاکمه کولو په اړوند د سپريم کورټ فيصله موجود ده او وفاق دې بايد ځواب ورکړي چې ايا د عمران خان خلاف په پوځي عدالت کې د مقدمې چلولو معامله د غور لاندې ده.

له دې ورستو عدالت د عمران خان په خواست اورېدنه د ستمبر تر 16 مې نېټې پورې وځنډوله.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG