لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف وايي، "يوه صوبه د کوم ملک سره نېغ په نېغه مذاکرات نه شي کولی"


د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د خېبرپښتونخوا صوبې د وزيراعلا علي امين ګنډاپور د بيان په غبرګون کې ويلي، يوه صوبه په خپل د کوم ملک سره نېغ په نېغه مذاکرات نه شي کولی.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور پرون په 11م ستمبر د پېښور هايکورټ بار کونسل غړو په وينا کې د چا د نوم اخستو پرته ويلي، "تاسو خپلې پاليسې ځان سره ساتئ د کومو پاليسيانو له وجې چې زمون خلک وژل کيږي، زه نن اعلان کوم، زه په خپله د افغانستان سره خبره کوم، زه د صوبې په حيثيت خبره کوم، زه به پلاوی لېږم د هغو سره به خبره کوم، صوبه به بچ کوم، دا زما فرض دي".

هغه ويلي، د اېپکس کمېټيانو په غونډو کې مې د صوبې د پوليسو د وينې بهېدو خبره کړې خو څوک پرې پروا نه لري.

په نهم ستمبر هم نوموړي ويلي وو، "زمونږ د علاقې امن د افغانستان سره تړلي دي او زه د افغانستان سره مذاکرات کوم".

خواجه اصف نن په 12م ستمبر د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د علي امين ګنډاپور څرګندونو ته په غبرګون کې وويل، د خېبرپښتونخوا صوبې د افغانستان سره د مذاکراتو خبره په "فېډرېش، مرکز باندې نېغه حمله ده".

هغه زياته کړه، د علي امين ګنډاپور دغې خبرې د هغو خبرو کړۍ ده چې څلور ورځې وړاندې یې په جلسه کې کړې وې، "دا د دې ملک دپاره زهر دي، په کومه لاره چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلا روان دی او خپل ګوند یې په کومه لاره روان دی کړی".

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا افغانستان سره د مذاکراتو خبره په داسې وخت کې کړې چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې په وروستیو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي او په لکي مروت ضلعه کې پوليسو د امن غوښتنې دپاره احتجاج پيل کړی او غوښتنه کوي چې "پوځ دې د ضلعې څخه وځي".

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

د نړيوالو چارو کار پوهان وايي، د پاکستان د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده نه چې د صوبو سره، د علي امين ګنډاپور بيان سياسي بولي او وايي، د افغانستان سره د پاکستان مسله د پاليسۍ په کچه ده.

په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په پخواني حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړي وو.

د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

د موجوده حکومت وزیرانو تل تورونه لګولي، چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده.

خو ګوند پاکستان تحریک انصاف وړاندې ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې شوې خو وسله وال بيرته نه وو راوستل شوي او نه اباد کړل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG