لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د امریکا مرستې اوس هم د پاکستان دپاره ډېرې مهمې دي


د ستمبر په 16 مه د سیاسي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستيال جان باس په اسلام آباد کې له پاکستان مرستيال وزير اعظم او د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار او د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره ليدلي او د سيمه ييزه همکارۍ په اړه يي ورسره خبري کړي دي.

څيړونکې وايي پاکستان له امریکايي مرستو پرته په ترهګرۍ قابو نه شي موندلی.

ويل شوي، په دې ليدنو کې دواړو خواو د اقتصادي او امنيتي مسلو، او د دوه اړخیزې همکارۍ د پراختيا په اړه خبرې شوي، او د ترهګرۍ او د سيمه ييزه ثبات د پياوړتيا په ارزښت پکې ټينګار شوی دی.

څيړونکې وايي، د سیمه ییزه امنیت لپاره امريکا اوس هم مثبت کردار لوبولی شي.

د نړیوالو چارو کار پوه پروفېسر ډاکټر منور حسېن وايي، "د امریکايي مرستو پرته پاکستان مخ په وړاندې نه شي تللی، هغه که سياسي، سيکيورټي، معاشي يا بيا تعليمي چارې وي، پاکستان همیش امريکايي مرستو ته اړتيا لري".

د نوموړي په خبره، "د پاکستان په دفاعي صلاحیت کې جدت د امريکايي مرستو سره راغلی، دا وخت پاکستان له چين سره هم په ګډه په دفاعي صلاحيتونو کې اضافه کوي خو چې کومې دفاعي مرستې امريکا له پاکستان سره کړي هغه چين نشي کولی".

ويل شوي، جان باس له افغانستانه امریکا ته د افغان کډوالو ځای پر ځای کولو په بهیر کې د پاکستان د دوامداره همکارۍ مننه وکړه.

دا په داسې حال کې چې په دې ورستيو کې د پاکستان پوځ او افغان طالبانو ترمينځ نښتو کې د مرګ ژوبلې خبرونه مخې ته راغلي او پاکستان پرله پسې په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون او خوندي ځالو تورونه لګولي خو په افغانستان واکمنو طالبانو مدام دا تورونه رد کړي او دریځ لري چې نه خو په افغانستان کې وسله والې ډلې شته او نه څوک د افغانستان خاوره د بل هیواد په ضد کارولی شي.

په قاید اعظم پوهنتون کې د نړیوالو چارو استازرپروفېسر ډاکټر فهيم الله خان وايي، "دا وخت افعان طالبانو لپاره پاکستان يو اهم هيواد دی. زما په خيال طالبان دې باید د پاکستان جايز سیکیورټي مطالبات ومني. او هم دا به هغوی لپاره ګټه ور وي، پاکستان سره ښه اړيکي په راتلونکي کې افعان طالبانو ته معاشي او سياسي ګټې ورکولی شي. دغه سياسي، ډيپلوماټيک او معاشي ګټې ټي ټي پي افعانستان ته نه شي ورکولی".

له دې وړاندې په بلوچستان صوبه کې د 25م او 26 اګست په منځني شپه کې په بيلا بيلو وسله‌والو بريدونو پيښې امريکا په ښکاره غندلي چې پکې امنيتي اهلکارو په ګډون 70 نه زيات کسان وژل شوي وو.

له جان باس سره په دغو ليدنو کې په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم هم موجود وو.

له دې وړاندې، د ستمبر پر درېيمه په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم هم له اسحاق ډار سره د دوه اړخيزو اړيکو په بېلابېلو برخو کې "د همکارۍ د پراختیا" تر څنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د "خونديتوب" په اړه خبرې کړې وې.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG