لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: وسله والو په وروستي بريد کې د پبجي "PUBG" لوبې د لارې يو بل سره رابطه ساتله


د سوات د پوليسو مشر ډاکټر زاهدالله
د سوات د پوليسو مشر ډاکټر زاهدالله

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات د پوليسو مشر، ډي پي او ډاکټر زاهدالله وايي، وسله والو نزدې 20 ورځې وړاندې د سوات بڼ پوليسو په چوکۍ بمي چاودنه کړې، په دغه بريد کې ککړ کسان نيول شوي او هغوی ويلي، چې د بريد په وخت یې د رابطې دپاره ويډيوي ګېم يا لوبه پبجي "PUBG" د رابطې دپاره کاروله.

د اګست په 28مه د سوات د بڼ سيمې د نوي کلي پوليسو په چوکۍ د لاسي بم ګرنېډ د بريد ويل شوي وو، او په نتيجه کې یې يو پوليس اهلکار وژل شوی او دوه ژوبل شوي وو.

زاهدالله وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، ياد بريد د لاسي بم نه وو، اېښودل شوي بارودي مواد او بم وو، او هغې ته چاودنه ورکړل شوې وه.

د نوموړي په خبره، په ياد بريد کې ککړ درې کسان نيول شوي او د هغوی نه په پلټنو کې معلومه شوې، چې دوی د رابطې يا يو بل سره د تماس دپاره پبجي او نور اېپونه هم کارولي دي.

هغه وويل، د بڼ په بريد کې پينځه کسان ککړ وو، او درې پکې نيول شوي دي. د نوموړي په خبره، د دغو کسانو تعلق د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره دی، د پاکستان پوځ او حکومت اوس ټي ټي پي د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

په سوات کې په 14م اګست د سمبټ په سيمه کې نامعلومه وسله والو په پوليس پوسته بريد کړې او يو پوليس اهلکار يې وژلی وو، په دغه ورځ په چارباغ تيليګرام کې هم په پوليسو بريد شوی خو په هغې کې مرګ ژوبلې نه وې اوښتې.

د سوات د پوليسو مشر زاهدالله وايي، "په دې کې شک نشته چې د سوات په لرې پرتو غرونو کې د وسله والو شتون شته، خو حالات په قابو کې دي".

هغه وويل، د سوات، بونېر او شانګلې پورې غرييزه سيمو کې وسله وال ځای په ځای ښکاره کيږي خو په دې سيمه کې دوی دومره نه دي څومره چې په کال 2022م کې ښکاره شوي وو.

په سوات کې د کال 2022م د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو، ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه.

له دغې وروسته هم د دغه کال ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې په اګست 2022م کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات او صوبې په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه لاريونونه او مظاهرې شوې وې.

دغه پېښې وروسته له هغې شوې چې د کال 2021م په 28 نومبر تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د څو بريدونو زمه وارۍ یې هم منلې وې.

سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو او د خېبرپښتونخوا صوبې په نورو سيمو کې د ناامنۍ د پېښو وروسته د ولسي پاڅونونو لړۍ پيل شوې کومه چې تراوسه روانه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG