لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د آی اېم اېف د پور پروګرام د پاکستان دپاره ضروري دی خو ګراني ورسره هم سېوا کېدی شي


د پاکستان نوم د نړيوالې مالياتي ادارې، آی اېم اېف د ایګزېکټیو بورډ د راتلونکې غونډې په ایجنډا کې په رسمي توګه شامل کړل شوی دی. آی اېم اېف به د ستمبر په 25 د پاکستان لپاره د اووه اربه ډالرو نوي پور پروګرام منظورۍ ته بیاکتنه وکړي. دغه خبره آي اېم اېف په خپله وېب پاڼه خپره کړې ده.

څیړونکي د پاکستان د خراب اقتصاد لپاره د آی اېم اېف پروګرام ضروري ګڼي، خو د دغه پروګرام د منظورۍ سره د ګرانۍ سېوا کېدو ویری هم څرګندوي.

پاکستان د خپل اقتصاد په ثبات کې د مرستې لپاره د نړیوال مالیاتې فنډآی اېم اېف څخه د اووه اربه ډالرو د پور غوښتنه کوي.

په تیرو ورځو کې د پاکستان سټېټ بینک ویلي وو چې حکومت یې د آی اېم اېف د پروګرام ټول شرطونه پوره کړي او اوس د IMF د پروګرام په ترلاسه کولو کې نور کوم خنډ نشته.

اسلام اباد کې د اسلامک پوهنتون استاز پروفېسر ډاکټر معراج الحق وايي، "اوسني وخت کې د آی اېم اېف پروګرام د پاکستان لپاره ډېر زیات ضروري دی. د پاکستان حکومت دعوه کوي، چې د آی اېم اېف ټول شرطونه یی پوره کړې او زما د معلوماتو تر مخه هم د آی اېم اېف ټول شرطونه پوره کړل شوي دي، چې له امله یې د پروګرام د منظورۍ قوی امکان شته".

د پاکستان او آی اېم اېف ترمينځه د جولايۍ په 12مه نېټه د سټاف لیول په کچه خبرې ترسره شوې وې. د آی اېم اېف د قرض نوی پروګرام به 37 مياشتو پوري جاری وي.

د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب د آی اېم اېف لوطنامه د پاکستان د اقتصاد لپاره یو مهم ګام بلي، خو دا هم وایي چې د ټېکسونو کچه به زیاتول وي ځکه چې ملک په خيرات نه شي چلېدلی.

د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په 15مه نیټه د سود کچه 17 فیصدو ته را کښته کړې او دعوه ګوي چې د ګرانۍ کچه 9۔6 فیصدو ته راکښته شوې، چې د اکتوبر 2021 راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.

خو څیړونکې د آی اېم اېف د پروګرام سره په ګرانۍ کې د زیاتوالي ویره څرګندوي.

اقتصاد پوه افتخار دراني وايي، د پاکستان بهرنۍ زیرمې، د چین، متحده اماراتو او سعودي عرب په اقتصادې مرستو سربیره، دا وخت هم یواځې نهه بيلينه ډالره دي، پاکستان ته په روان مالي کال کې 26.20 بيلينه ډالرو قرضې ورکول وي چی پکې د 16.3 بيلينو ډالرو قرضو موده به بیرته پراخول هم وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG