لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې په پوليسو بريد کې درې اهلکار ژوبل شوي، دوه حمله کوونکي وژل شوي


د خېبرپښتونخوا د سوات ضلعې پوليسو ويلي، تېره شپه د مټې په علاقه کې په ګزمه بوختو پوليسو باندې نامعلومه وسله والو ډزې کړي، په نتيجه کې یې درې پوليس اهلکار ژوبل شوي، او په ځوابي ډزو کې د دوه حمله کوونکو وژلو ويل شوي دي.

د سوات پوليسو وي او اې ډيوه سره شريک کړي خبر کې ويلي، تېر د 24م او 25م ستمبر په شپه د مټې تحصيل په بازخېله بايي پاس سړک د اشاړي په نوم پوليس چوکۍ اهلکار په ګزمه وو، نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړي دي.

ويل شوي د وسله والو په ډزو کې درې اهلکار ژوبل شوي دي. او د پوليسو په ځوابي ډزو کې دوه پټ مخي حمله کوونکي وژل شوي دي.

د پوليسو په وینا، ژوبل پوليس اهلکار روغتون ته منتقل کړل شوي، او د وژل شوو کسانو د پېژندګلو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

پوليس چارواکو ویلي، په علاقه کې بيا نفري سېوا کړل شوې او داسې خیال کیږي چې د حمله کوونکو سره نور ملګري هم وو، او هغوی تښتېدلي او لټون یې روان دی.

ځايي خلک هم د پوليسو د ملاتړ دپاره وسله په لاس راوتلي دي.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې دوه ورځې وړاندې په سوات کې د بهرنيو سفارتکارانو د قافلې سره د ساتنې په ډيوټۍ مامور پولیس ګاډی د چاودنې ښکار شوی، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی، څو نور ژوبل شوي وو.

چارواکو ویلي وو، سفارتکارانو ته تاوان نه وو اوښتی او په خيريت سره اسلام اباد ته ستانه کړل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان ويلي، په سفارتکارانو د حملې سره یې تعلق نشته.

د سفارتکارانو په قافله د چاودنې وروسته د سوات قامي جرګې د بدامنۍ په ضد د را روانې جمعې په ورځ ماسپښين دوه بجې په نشاط چوک مینګوره کې د احتجاج اعلان کړی دی او د جرګې مشران وايي په سوات او پښتون وطن کې نوره هېڅ قسمه ترهګرې نه مني.

نزدې لس ورځې وړاندې د سوات د پوليسو مشر زاهدالله وي او اې ډيوه ته ویلي وو، په دې کې شک نشته چې د سوات په لرې پرتو غرونو کې د وسله والو شتون شته، خو حالات قابو دي.

هغه ويلي وو، وسله وال د بونېر او شانګلې پورې غرييزه سيمو کې وسله وال ځای په ځای ښکاره کيږي خو په دې سيمه کې دوی دومره نه دي څومره چې په کال 2022م کې ښکاره شوي وو.

په سوات کې په 14م اګست د مټې په سمبټ علاقه کې نامعلومه وسله والو په پوليس پوسته بريد کړې او يو پوليس اهلکار يې وژلی وو، په دغه ورځ په چارباغ تيليګرام کې هم په پوليسو بريد شوی خو په هغې کې مرګ ژوبلې نه وې اوښتې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG