لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمل ولي خان: نن چې کومو افغانانو ته غېر قانونه ويل کيږي، پاکستان د دوی غېر قانونه هرکلی کړی وو


د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په کراچۍ پرېس کلب کې خبريالانو سره خبرې کولې
د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په کراچۍ پرېس کلب کې خبريالانو سره خبرې کولې

د عوامي نېشنل ګوند مشر، سېنېټر اېمل ولي خان وايي، خېبرپښتونخوا کې چې کومه بدامني روانه ده دا اوسنۍ نه ده، دا د 1970م د ليسزې راهسې روانه ده، "او نن چې مونږ [پاکستان] ته کوم تکليف دی چې وايو، دلته غېر قانونه افغانان اوسيږي، دې افغانانو ته مونږ غېر قانونه هرکلی ويلی وو، مونږ دوی ته هارونه اچولي او مهاجر مو جوړ کړي دي".

پرون په 23م ستمبر کراچۍ پرېس کلب کې خبريالانو سره خبرو کې نوموړي وويل، "پاکستان د افغانانو نه مهاجر جوړ کړل، د امریکې نه یې په دغه کار په اربونو ډالره واخسته، بيا یې د دوی نه مجاهد جوړ کړل شو، او هغو دپاره تربيتي کېمپونه جوړ کړل شو په هغې هم پاکستان پېسې واخستې، بيا دغه مجاهد د اربونو ډالرو دپاره افغانستان ته ولېږل شو".

اېمل ولي خان زياته، "بيا مونږ ډبل ګېم کړی دی، د امریکا سره د چين سره، طالب او ترهګر مو هم ساتلی دی، رياست پاکستان دا ترهګر پاللي دي، او دا د افغانستان د غېر مستحکم کولو دپاره ساتل شوي دي"، نوموړي وویل، په ټولو خبرو کې "مونږ" نه مطلب د "پاکستان رياست" دی.

پاکستاني چارواکو وخت په وخت منلې چې د ترهګرۍ ضد پردۍ جګړه کې شامل شوي، په زرګونو پاکستانيان پکې وژل شوي او په اربونو ډالره تاوان ورته اوښتی دی.

د پاکستان مرستیال وزیراعظم ښاغلي اسحاق ډار ویلي په افغانستان د طالبانو له غلبې وروسته د آي ایس آي د هغه وخت د مشر جنرال(ر) فېض حمید د کابل سفر پاکستان ته ډیر ګران پریوتی دی.

پاکستان تور لګوي د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي، پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او د افغانستان نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي.

پاکستان د تېر کال په نومبر کې د "بې اسناده بهرنیانو" په نوم د کډوالو د بېرته ستنولو لومړی پړاو پیل کړ چې پکې د شپږ لکه څخه زیات افغان کډوال خپل ملک ته ستانه کړی شوي وو.

پاکستان ويلي د ترهګرۍ د پېښو زياتېدو او په اقتصاد د بوج له امله غېر قانونه غېر ملکيان اوباسي، خو د څيړونکو په نظر، پاکستان په واکمنو طالبانو د فشار اچولو دپاره کډوال بيرته افغانستان ته لېږلو اقدام کړی وو.

اېمل ولي خان وويل، "ګوند یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د خېبرپښتونخوا نه تر سيند او بلوچستان پورې قربانۍ ورکړې کارکنان یې د دې ملک دپاره ووژل شو، خو دوی ته د هغې صله، جزا مېلاو نه شوه".

نوموړي د پاکستان تحریک انصاف د باني عمران خان په اړه وويل، "په 2013م کې ورته د خېبرپښتونخوا حکومت ورکړل شو، او هغه د طالبانو وکالت پيل کړو، بلکې د 40,000 پورې ترهګر یې راوسته".

د اېمل ولي خان په خبره، مونږ اوس غوښتنه کوو، چې د راوستل شوو وسله والو سره کوم تړون شوی په کوم بنياد راوستل شوي، د عدالي کمېشن د لارې د دې پلټنې وشي او معلومات دې ښکاره کړل شي.

هغه زياته کړه، "پاکستان کې 102 خطرناک ترهګر نيول شوي وو، هغه د عمران خان حکومت پرېښودل شوي وو، اوس د پښتونخوا حالت دا دی چې ترهګر راوستل شوي بيا اباد کړل شوي دي، او مشران یې خوشي کړل شوي دي، تحریک طالبان پاکستان او تحریک انصاف يو دی، يوه سياسي څانګه او بله وحشي څانګه ده، نظريه، سوچ، فکر او نوم یې يو دی، نن د بدقسمتۍ نه زمونږ صوبه کې زمونږ دفاعي ادارو حکومت د وسله والو ملاتړ له ورکړی دی".

اېمل ولي خان دعوه وکړه، "نن د نيمې نه زياته پښتونخوا د طالبانو په واک کې ده د پوليسو په واک کې ده".

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت وايي، په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات شوي، خو د هغې په بدل کې وسله وال واپس نه دي راوستل شوي. د تحریک انصاف حکومت وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه د رياست او ولس په شريکه ده او د پاکستان پوځ وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه روانه ده او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به روانه وي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وويل، "ګوند یې تل د امن خبره کړې ده، ټوپک نه شي راخستی، په دښمن نه دي خبر، غږ هر ځای اوچتوي، ما د پارليمان د ګډې غونډې رابللو ويلي دي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ د 11م اکتوبر قامي عدالت په نوم اعلان کړې جرګه کې د ګډون کولو پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وويل، پي ټي اېم یې د ګوند صوبايي مشرتابه ته بلنه ورکړې، "صوبايي مشرتابه به فيصله کوي دا وخت زمونږ په وړاندې هيڅ نشته چې په 11م اکتوبر به څه کیږي، چې څيزونه واضحه شي د هغې وروسته به پرې ځ ویلی شو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG