لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر د ضمانتونو وروسته په درېم ځل 3MPO کې جېل ته لېږل شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير تېره شپه د 3MPO يا امن خرابولو، ګډوډي جوړولو د مخنيوي قانون لاندې نيول شوی او جېل ته لېږل شوی دی.

د پي ټي اېم د اسلام اباد مشر محمد کامران وي او اې ډيوه ته وویل، په علي وزير چې په اسلام اباد کې کومې درې مقدمې درج کړل شوې وې، په هغو ټولو کې یې ضمانتونه شوي دي.

هغه وویل، په مقدمو کې د ضمانتونو وروسته هغه يو ځل د 3MPO لاندې د 15 ورځو دپاره بند کړل شو، او په 15 ورځو پوره کېدو هغه بيا ونيول شو او دوی بيا هغه بندول چېلنج کړه او په هغې کې هم د پېنډۍ پوليس مشر سره کوم ځواب نه وو.

د نوموړي په خبره تېره شپه دوی اډياله زندان ته لاړه چې علي وزير راخوشي کړي، خو په هغه بيا 3MPO ولګول شوه، او جهلم ته یې بوتلو.

کامران زياته کړه، اوس د علي وزير ضد لګول شوې 3MPO ختمولو دپاره وکیلان بيا قانوني لاره خپلوي.

هغه وویل، علي وزير ځکه نيول کيږي چې په خېبر کې د پي ټي اېم د قامي عدالت جرګه رابلل کيږي چې هغه دغه کار ته پرې نه ښودل شي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين په خپله فېس بک پاڼه ویلي، څو مقدمو کې د ضمانتونو وروسته دوه ځله د غېر قانونه 3MPO پوره کېدو وروسته علي وزير خوشی کېدو، خو پنجاب کې د مريم نواز په حکم هغه په درېم ځل د جېل د دروازې څخه ونيول شو.

نوموړي د پنجاب په وزيراعلا مريم نواز نيوکې کړي چې په پښتنو ظلم کولو او ورسره تعصب ساتلو باندې دوی ته کوم ارام مېلاويږي، چې د پوځ په وینا یې علي وزير په درېم ځل د 3MPO لاندې بندي کړو.

د پنجاب حکومت د اطلاعاتو وزيرې عظما بخاري وي او اې ډیوه ته وویل، هغه د علي وزير په قضيه پوره معلومات نه لري خو زياته یې کړه، هغه به غېر قانونه او بې علته نه وي نيول شوی.

خو د ملي جمهوري غورځنګ يو فعال ګلبدين خان مسيد د منظور پښتين پوسټ ته په ځواب کې ويلي، "د مريم نواز په تعصب افسوس او شرمناک دی، خو بل لور ته د پي ټي اېم مخکش شهزاد وزير، د انقلابي علي امين ګنډاپور [د خېبرپښتونخوا وزيراعلا] د طرفه پرله پسې په 3MPO کې اچولو او مولانا زېنت الله بې ګناه ګرفتارولو باندې د علي امين نوم نه اخستل افسوسناک دي".

مسید زياته کړې، "علي امين د مريم نه زیات د رياستي ادارو دپاره کردار ادا کوي".

دوه شپې وړاندې د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور سره ليدلي وو.

علي وزیر باندې په دویم اګست د اسلام اباد په درېو تاڼو کې درې مختلفې مقدمې درج کړل شوې وې.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو څو ځله پولیسو د بیلابیلو تورونو په اساس نیولی دی.

علي وزير له دې وړاندې هم په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې وروسته نیول شوی وو او یو شمېر مقدمې پرې درج کړی شوې وې چې پکې د بغاوت، ترهګرۍ ، بغېر د اجازې د جلسې کولو او په ټولنیزو رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې وې خو وروسته بيا په ضمانت خوشی شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG