د اسرایل وزیراعظم: ایران لویه تېروتنه وکړه، تاوان به یې ورکوي
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د سه شنبې- نهې په ورځ ناوخته د خپلې امنیتي کابینې غونډه را بللې او غونډې ته په وینا کې یې ویلي، "ایران نن شپه یوه لویه تېروتنه وکړه او تاوان به یې ورکوي".
د اې پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې وزیراعظم نتنیاهو ویلي، د تهران د میزایلو برید یوه ناکامي وه او دا چې وایي ایران به ډېر ژر "د غزې، لبنان او نورو ځایونو د دښمنانو په څېر دردناک درس تر لاسه کړي".
نتنیاهو ویلي، "څوک چې پر موږ بريد کوي، موږ ورباندې بريد کوو". بلې خواته د ایران صدر مسعود پزشکیان هم پر خپل ایکس لیکلي، "موږ حق لرو چې خپله دفاع وکړو".
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر اسرایل د ایران له برید وروسته نن بیړنۍ غونډه کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فرانس او اسرایلو په غوښتنه د چارشنبې- شورو په ورځ د نیویارک په وخت سهار لس بجې پر اسرایل د ایران له برید وروسته په منځني ختیځ کې د کړکېچنو حالاتو په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده.
په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ډیني ډېنن پر ایران تور لګولی چې وایي هڅه کوي "له اوو محاذونو اسرایل د اور کړیو تباه کړي".
د اسرایل سفیر د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ناوخته امنیت شورا ته په یوه خط کې له امنیت شورا وغوښتل چې ایران وغندي او د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د ترهګر تنظیم په توګه اعلان کړي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني اسرایل ته خبرداری ورکړی چې د تهران خلاف د هر ډول تېریو په وړاندې به یې جواب "د پخوا په نسبت ګړندی، غوڅ او پیاوړی وي".
ایران هم تر دې وړاندې په لبنان کې د اسرایل په برید کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې را بللو غوښتنه کړې وه.
صدر بایډن امریکایي ځواکونو ته امر کړی د ایران د بریدونو په شنډولو کې دې له اسرایل سره مرسته وکړي
له ایرانه پر اسرايل باندې د سلګونو میزایلو له ویشتلو وروسته د امریکا صدر جوبایډن امریکايي ځواکونو ته امر کړی چې دغه میزایل را وغورځوي.
سپینې ماڼۍ په یوه لنډ بیان کې ویلي، صدر بایډن او د هغه مرستیاله کاملا هېریس پر اسرایل د ایران له بریدونو وروسته په سپینه ماڼۍ کې "د حالاتو کمرې" ته تللي او له هغه ځایه پر اسرایل د ایران برید څاري.
بیان وایي صدر بایډن د امریکې پوځ ته لارښوونه کړې ده چې د ایراني بریدونو په خلاف د اسرایل په دفاع کې مرسته وکړي او هغه میزایل وغورځوي چې اسرایل په نخښه کوي.
صدر بایډن له کاملا هېریس او د ملي امنیت له ټیم سره د اکتوبر په لومړۍ نېټه سهار یوه غونډه کړې وه چې پر اسرایل د ایران د بریدونونو د پلان په اړه خبرې وکړي.
امریکا وایي ایران خبرداری نه وو ورکړی چې پر اسرایل به برید کوي
امریکا پر اسرایل د ایران د بریدونو غندنه کړې ده او تهران ته یې خبرداری ورکړی چې د سه شنبې- نهې په ورځ پر اسرایل باندې د بېلسټیک میزایلو د برید له سختو نتیجو سره به مخامخ شي.
د امریکې د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوېن وویل، په سیمه کې د امریکې پوځي ځواکونو له اسرایلو سره د برید په ناکامه کې مرسته وکړه او وایي د بایډن انتظامیه د جواب په اړه له اسرایل سره مشوره کوي.
پېنټاګان ویلي، د امریکا د سمندري ځواکونو دوو بریدګرو بېړیو اسرایل ته د ور ویشتل شویو ایراني میزایلو د ناکاره کولو لپاره په لسګونو شنډوونکې وسیلې یا انټرسیپټر ور ویشتلي دي.
د پېنټاګان ویاند مېجر جنرل پېټریک رایډر دغه برید مهم بللی او ویلي یې دي چې امریکا له خپلې خاورې د دفاع په برخه کې د اسرایل د حق ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مېتیو میلر ویلي، امریکا د نړۍ پر ټولو هېوادونو غږ کوي چې د ایران د برید په غندلو کې ورسره ملګري شي او دا یې "بې شرمه" او "د نه منلو وړ" بللی دی.