جرمني خپلو شهریانو ته ایران نه د وتلو امر کړی
واشنګټن (ای اېف پي) د جرمني چانسلر اولف شولز د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسرایل د ایران د مزایلو د حملې غندنه وکړه او د جرمني خارج وزارت په برلن کې د ایران سفیر د حملې په سر د احتجاج دپاره طلب کړی و.
شولز د سوشل ميډیا په اېکس پاڼه خپل پېغام کې وویل پکار ده چې د ایران د حملې په انتهايي سختو ټکو کط غندنه وشي.
هغه زیاته کړه ایران سيمې ته د اور لګېدو خطر پېدا کړی دی.
د جرمني خارجه وزارت په برلن کې ایراني سفیر د احتجاج دپاره طلب کړی و. د وزارت ترجمان سبېسچین فېشر وویل ایراني سفیر په برلن کې نه و موجود او د هغه په ځای د ایران ناظم الامور د طلب کېدو امر ته جواب وکړو.
د جرمني خارجه وزارت خپلو شهریانو ته ایران نه د وتلو هدایت هم وکړو.
د ایران صدر وايي اسرایل دې خپل "جرمونه" ودروي
واشنګټن (روېټرز) د ایران صدر مسعود پزشکیان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل که اسرایل د هغه په قول خپل "جرمونه" و نه ودرول نو د سخت ردعمل سره به مخامخ کېږي.
پزشکیان په اسرایل د ایران د مزایلو د حملې نه یوه ورځ وروسته خبرې کولې. ایران د نهې، سه شنبې، په ورځ په سلګونو بېلېسټېک مزایل په اسرایل ور وویشتل.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په اسرایل حمله د ایران غلطي وبلله او ويې وېل جواب به يې ورکوي او ایران به د خپل ګام قیمت ادا کوي.
د ایران د سرکاري مطبوعاتو ترمخه، د شورو، چهارشنبې، په ورځ قطر ته په وړاندې ټاکل شوي دوره د تګ په موقع شزشکیان وویل که "صېهوني رژیم خپل جرمونه نه ودروي، د نورو سختو غبرګونونو سره به مخامخ کېږي."
اسرایل د ملګرو ملتونو په مشر هېواد ته په سفر پابندي ولګوله
واشنګټن (ای اېف پي/روېټرز) د اسرایل خارجه وزیر د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د ملګرو ملتونو په مشر اېنټونیو ګوټېرېس هېواد ته په سفر پابندي لګوي ځکه چې هغه په اسرایل د ایران د حملې په واضحه توګه غندنه نه ده کړې.
د اسرایل خارجه وزیر ازرایل کېټز په یو بیان کې وویل هرڅوک چې په صفا ټکو کې په اسرایل د حملې غندنه نه شي کولی د اسرایل په خاوره پښه د کښېودو مستحق نه دی.
په بیان کې په ګوټېرېس د اسرایل د مخالفت او "د ترهګرو، جنسي تېری کوونکو او قاتلانو" د ملاتړ الزام ولګول شو.
د امریکې مرستیاله صدره او د صدارتي ټاکنو نوماندې پر اسرایل د ایران برید غندلی او وایي ایران "خطرناک قوت" دی
د صدارتي ټاکنو لپاره د امریکې د ډیموکرېټ ګوند نوماندې کاملا هېریس پر اسرایل د ایران د میزایلو برید غندلی او تهران یې په منځني ختیځ کې یو ناارامي پیدا کوونکی او خطرناک قوت بللی دی.
د صدر بایډن مرستیالې د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، هغه د صدر جو بایډن د هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې د اسرایل د په نخښه کوونکو ایراني میزایلو د ویشتلو امر یې کړی.
کاملا هېریس وايي، "موږ لا هم د اغېز ارزونه کوو، خو لومړۍ نخښې نښانې دا دي چې اسرايل زموږ په مرسته دغه بريد ته ماتې ورکړه".
هغې وویل له اسرایل سره د هغې ژمنې "دوه اړخیزې" دي او خبرداری یې ورکړی چې ایران د اسرایل لپاره یو ګواښ دی. هغې وویل، "ایران په سیمه کې د امریکايي پرسنېل، د امریکا د ګټو او په ټوله سیمه کې د هغو بې ګناه ملکي وګړو لپاره هم یو ګواښ دی چې د ایران ملاتړي ترهګر پراکسيان یې ځوروي".