لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسرایل د ایران حمله

15:33 2.10.2024

اسرایل د ملګرو ملتونو په مشر هېواد ته په سفر پابندي ولګوله

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس

واشنګټن (ای اېف پي/روېټرز) د اسرایل خارجه وزیر د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د ملګرو ملتونو په مشر اېنټونیو ګوټېرېس هېواد ته په سفر پابندي لګوي ځکه چې هغه په اسرایل د ایران د حملې په واضحه توګه غندنه نه ده کړې.

د اسرایل خارجه وزیر ازرایل کېټز په یو بیان کې وویل هرڅوک چې په صفا ټکو کې په اسرایل د حملې غندنه نه شي کولی د اسرایل په خاوره پښه د کښېودو مستحق نه دی.

په بیان کې په ګوټېرېس د اسرایل د مخالفت او "د ترهګرو، جنسي تېری کوونکو او قاتلانو" د ملاتړ الزام ولګول شو.

17:22 2.10.2024


د ایران صدر وايي اسرایل دې خپل "جرمونه" ودروي

د ایران صدر مسعود پزشکیان
د ایران صدر مسعود پزشکیان

واشنګټن (روېټرز) د ایران صدر مسعود پزشکیان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل که اسرایل د هغه په قول خپل "جرمونه" و نه ودرول نو د سخت ردعمل سره به مخامخ کېږي.

پزشکیان په اسرایل د ایران د مزایلو د حملې نه یوه ورځ وروسته خبرې کولې. ایران د نهې، سه شنبې، په ورځ په سلګونو بېلېسټېک مزایل په اسرایل ور وویشتل.

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په اسرایل حمله د ایران غلطي وبلله او ويې وېل جواب به يې ورکوي او ایران به د خپل ګام قیمت ادا کوي.

د ایران د سرکاري مطبوعاتو ترمخه، د شورو، چهارشنبې، په ورځ قطر ته په وړاندې ټاکل شوي دوره د تګ په موقع شزشکیان وویل که "صېهوني رژیم خپل جرمونه نه ودروي، د نورو سختو غبرګونونو سره به مخامخ کېږي."

18:54 2.10.2024

جرمني خپلو شهریانو ته ایران نه د وتلو امر کړی

د ایران د ایرن ډوم نومې دفاعي نظام د حماس د راکټ مخه نېسي
د ایران د ایرن ډوم نومې دفاعي نظام د حماس د راکټ مخه نېسي

واشنګټن (ای اېف پي) د جرمني چانسلر اولف شولز د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسرایل د ایران د مزایلو د حملې غندنه وکړه او د جرمني خارج وزارت په برلن کې د ایران سفیر د حملې په سر د احتجاج دپاره طلب کړی و.

شولز د سوشل ميډیا په اېکس پاڼه خپل پېغام کې وویل پکار ده چې د ایران د حملې په انتهايي سختو ټکو کط غندنه وشي.
هغه زیاته کړه ایران سيمې ته د اور لګېدو خطر پېدا کړی دی.

د جرمني خارجه وزارت په برلن کې ایراني سفیر د احتجاج دپاره طلب کړی و. د وزارت ترجمان سبېسچین فېشر وویل ایراني سفیر په برلن کې نه و موجود او د هغه په ځای د ایران ناظم الامور د طلب کېدو امر ته جواب وکړو.

د جرمني خارجه وزارت خپلو شهریانو ته ایران نه د وتلو هدایت هم وکړو.

20:07 2.10.2024

په ډېنمارک او سويډن کې د اسرایل سفارتخانو سره نږدې ډزې او چاودنې شوې دي

په سټاک هوم کې د خارجه وزارت په ودانۍ د اسرایل د بایکاټ نعرې لیکل شوي دي
په سټاک هوم کې د خارجه وزارت په ودانۍ د اسرایل د بایکاټ نعرې لیکل شوي دي

واشنګټن (ای اېف پي) په ډېنمارک او سويډن کې پولیس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په دواړو ملکونو کې د اسرایل د سفارتخانو سره نږدې د ډزو او د چاودنو په اړه تحقیقات کوي.

په ډېنمارک کې پولیس وویل د سویډن درې شهریان يې په سرښار کوپن هېګن کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ سحر وختي د اسرایل سفارتخاني سره نږدې د چاودنو وروسته نیولي دي.

په سویدن کې پولیس وویل په سرښار سټاک هوم کې د اسرایل سفارتخانه د نهې، سه شنبې، په ورځ په ډزو کې په نخښه شوه.
په یوه پېښه کې هم مرګ ژوبله نه ده شوې.

د کوپن هېګن پولیس چارواکې ینس جېسپرسن خبري کانفرنس ته وویل د اسرایل سفارتخانې سره نږدې چاودنې د لاسي بمونو وې.

پولیس وویل د سويډن درې شهریان چې عمرونه يې د ۱۵ کلونو نه تر ۲۰ کلونو پورې دي ګرفتار کړی شوي دي.

پولیس وویل دا لا واضحه نه ده چې ایا دواړه پېښې د یو بل سره تړلي دي او که نا؟

په ډېنمارک کې د اسرایل سفیر ډېوډ اکوی سفارتخانې سره نږدې په پېښه د تشویش اظهار وکړو.

په سویډن کې پولیس په یو بیان کې وویل معلومات ښيي چې د اسرایلي سفارتخانې وداني په دوو ډزو لګېدلې ده. پولیس وويل نور تفصیل نشي شریکولی ځکه چې تحقیقات لا دوام لري.

نور کتل

XS
SM
MD
LG