لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظورپښتين وايي، خېبر کې یې د جرګې په کېمپ پوليسو بیا بريد کړی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، "د خېبرپښتونخوا پوليسو خېبر کې د دوی د جرګې په ميدان بيا حمله پيل کړه، په دوی ډزې او شيلنګ روان دی". د خېبرپښتونخوا حکومت او پوليس تراوسه پورې په دغې اړه څه نه دي ويلي.

منظور پښتين په ټولنیزو رسنیو دغه پوسټ کړی دی.

د پي ټي اېم اپډېټ په نوم فېس بک پاڼه باندې په ژوندۍ بڼه هم دغلته اوښکې بهيونکی ګېس او ډزو اوازونه اورېدل کيږي.

وي او اې ډیوه د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشاور بېرسټر سېف او د خېبر پوليس چارواکو سره د رابطې هڅه کړې، او په وټس اېپ يې ورته پېغامونه استولي خو تراوسه ورته ځواب نه دی ویل شوی.

له دې وړاندې منظور پښتین تېره شپه په ټولنیزو رسنیو دعوه کړې وه چې پولیسو خېبر کې د هغوي لخوا د رابلل شوې جرګې په انتظامي کېمپ حمله کړې، ګڼ کسان یې ژوبل کړي او بې هوشته کړي وو.

خېبر کې دا تازه پېښې په داسې وخت کې روانې دي، چې په 30م ستمبر د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشاور بېرسټر سېف ويلي وو، منظور پشتين په وزيراعلا هاوس کې د علي امين ګنډاپور سره ليدلي وو.

د نوموړي په خبره، منظور پشتين د 11م اکتوبر پښتون قامي عدالت په اړه باندې وزيراعلا خبر کړی وو.

او وزیراعلا په صوبايي معاملاتو، امن و امان، ولس د ځان او مال د ساتنې، او صوبې سره امتيازي سلوک په اړه د حکومت اقداماتو په اړه خبرې کړې وې.

پښتون ژغورنې غورځنګ د روانې میاشتې په 11مه نیټه د قامي عدالت په نوم خېبر ته د پښتنو یوه استازې جرګه رابللې چې د دغه جرګې لپاره پي ټي ایم د صوبې ټولو سیاسي ګوندونو ، تنظیمونو او د مدني ټولنو استازو ته بلنې ورکړې دي.

پي ټي ایم وایي د جرګې له لارې به نړۍ ته د پښتنو وطن کې په جنګونو او ترهګرۍ کې د وژل شوو او بې درکه کړل شوو پښتنو کره شمیرې وړاندې کړي او نړۍ به له حقایقو خبر کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG