لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان کې د ستمبر په میاشت کې تر ټولو زيات ترهګر بریدونه په خېبرپښتونخوا کې شوي


د غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پيکس] د رپورټ ترمخه تېر د ستمبر په میاشت کې پاکستان کې ترهګرو پېښو کې کمی راغلی خو بيا هم چې تېره میاشت 77 حملې شوي، په هغو کې تر ټولو زياتې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.

پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټډيز نومې ادارې، پیکس ويلي، د ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 77 پېښې شوي، او په دې کې 47 يواځې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي.

د رپورټ ترمخه، د پاکستان امنيتي ځواکونو 34 مشکوکه جنګيالي وژلي او 16 یې نيولي دي.

پيکس ويلي، خېبرپښتونخوا کې په 47 حملو کې 54 کسان وژل شوي، او قبايلي ضلعې د ترهګرۍ نه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، په قبايلي ضلعو کې 26 حملو کې 37 کسان وژل شوي دی.

خبریال عرفان خان وايي، "پاکستان کې د ترهګرۍ مخنیوي ادارې يا کاونټر تزم رپورټ ترمخه پاکستان کې سږ کال لومړو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ زیاتې پیښې د خېبر پښتونخوا جنوبي ښار ډېره اسماعیل خان کې شوې دي. او دا وخت دې صوبې وزیراعلا، د پولیسو مشر، د صوبې ګورنر د ډېره اسماعیل خان دي، نو که چري دا مشران د خپل ښار امنیت خیال نه شي ساتلي نو د پاتې صوبې امنیت به څنګه ټیک کړي".

د پاکستان حکومت او پوځ په وروستیو کې د عزم استحکام په نوم نوو عملياتو اعلان کړی، خو د پاکستان اکثر له سیاسي ګوندونو د دې عزم استحکام نومي عملیاتو پرضد غږ پورته کړی وو.

په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت افغانستان کې واکمنو طالبانو سره د مذاکراتو خبره هم کړې وه خو پاکستان مرکزي حکومت پرې سخت تنقید کړی او ويلي یې وو، صوبايي حکومت په خپل سر د بل هيواد سره د مذاکراتو اختيار نه لري.

بل خبريال عبدالهادي مایار وايي، "پاکستان کې اوس په هر ځای کې ترهګري کيږي او د دې ځواب يواځې پوځ ورکولی شي، چې رياست ولې د ترهګرو مخنيوي کې ناکامه دی، اول به سياسي مشرانو د پوځي عملياتو ملاتړ کولو خو هغوی یې هم اوس مخالفت کوي، او پوځ د حکومت نه په دې خفه ښکاري چې په عملياتو یې سیاسي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی".

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د ستمبر په میاشت کې بلوچستان صوبه کې 27 حملې شوي، 22 کسان پکې وژل شوي او 48 پکې ژوبل شوي دي. په اګست کې په 43 حملو کې 125 کسان وژل شوي وو.

بلوچستان صوبه کې تېر د د 25م او 26م اګست) په مينځنۍ شپه کې په مختلفو پېښو کې د چارواکو په وينا، د 14 پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د 70 پورې کسان وژل شوي او پوځ د 21 ترهګرو وژلو دعوه کړې وه.

پيکس ويلي، د ستمبر په میاشت کې پنجاب کې درې حملې شوي، سيند او اسلام اباد کې يوه حمله نه ده رپورټ شوې.

د پيکس د شمېرو ترمخه، پاکستان کې سږ کال په لومړو نهه مياشتو کې په ملک کې د ترهګرۍ 717 حملې شوي، 834 پکې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان تل دا دعوه کړې چې د طالبانو د واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او تحريک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د دې هېواد پرضد کاروي.

خو افغان طالبانو تل دغه تورونه رد کړي او وايي، پاکستان دې د خپلې ناکامۍ زمه واري په بل نه ور اچوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG