لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف: پښتون ژغورنې غورځنګ کې تشدد راغلی، خو پي ټي اېم وايي پرامنه مبارزه کوي


د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف دعوه کړې، د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د لومړي سر بيانيه سمه وه خو اوس پکې په قلاره قلاره تشدد راغلی. خو پي ټي اېم وايي، د اولې ورځې نه یې بيانيه د امن وه او اوس هم په خپله خاوره امن غواړي، د ايين لاندې پرامنه مبارزه کوي.

پاکستان په شپږم اکتوبر پي ټي اېم لاقانونه ګرځولی دی. سياسي ګوندونو د حکومت د دغه اقدام مخالفت کړی او پي ټي اېم وايي، د حکومت دغه پرېکړه نن په اتم اکتوبر په پېښور هايکورټ کې چېلنج کوي.

خواجه اصف تېره شپه د جيو ټي وي په يو پروګرام کې وويل، "په لومړي سر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] بيانيه سمه وه خو په قلار قلار پکې عسکريت پسندي راغلې، او په تېرو اتو، لسو مياشتو کې چې د پوځ، پوليس او ملکي خلکو ضد جګړه سېوا شوې، نه پي ټي اېم او نه پاکستان تحریک انصاف د دغه جګړې غندنه کړې، نه یې علي امين ګنډاپورغندنه کوي او نه هغوی [پي ټي اېم] جنازو ته ځي".

خواجه اصف دعوه وکړه، پي ټي اېم "دا موقع ګڼي چې وسله واله فعاليتونه سېوا شوي دي، چې سبا کېدی شي مونږ ته د دوی سره يو ځای کېدل وي، نو پي ټي اېم دغه لاره پرانستې ساتي، په تېر وخت کې سم وو خو اوس هغه شان نه دي".

خواجه اصف دا هم وويل، "پي ټي اېم اوس د وسله والو د بيانيې سره ودريږي، ګنډاپور [د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور] او پي ټي اېم دې د ترهګرۍ ښکار خلکو سره خواخوږي خو وکړي، پي ټي اېم خپله تګلاره بدله کړې ده".

خو د پي ټي اېم د خېبرپښتونخوا صوبې مشر خېرالامين وايي، د پي ټي اېم په بيانيه کې هيڅ بدلون نه دی راغلی، "مونږ په خپله خاوره امن غواړو او په خپله خاوره نور ډالري جنګونه نه غواړو".

د خواجه اصف د بيان په غبرګون کې نوموړي وویل، "خواجه اصف دوی چې کله په اقتدار کې وي بيان یې يو شان وي او چې د اقتدار نه بهر شي بيا بل څه وايي".

نوموړي وويل، "د پي ټي اېم ايجنډا په خپله خاوره ډالري جنګونه بندول، مونږ ته خپل وسايل راکول، مونږ ته خپله جغرافيه راکول، نور مونږ د جنګونو توان نه لرو، ځکه مونږ قامي جرګه راوبلله چې ټول په خپلو کې کښېنو چې په راتلونکې کې څه وکړو، د دې ستونزو حل به څه وي".

د پي ټي اېم مشر زياته کړه، "مونږ تل د ايين د دايرې لاندې خبره کړې، حکومت سره نوره لاره نه وه پاتې ځکه یې په پي ټي اېم بنديز ولګولو".

هغه وويل، "مونږ په دې جرګه کې مشران رابللي هغوی ته به وايو چې تاسو بيانيه جاري کړئ چې مونږ به په هغې لاړ شو، مونږ تشدد پله نه يو تللي، تر دې چې په ريګي للمه کې مو لرې د جرګې د ځای انتخاب ځکه کړی چې چاته تکليف جوړ نه شي".

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن او پښتنو ملت پالو ګوندونو په پي ټي اېم د حکومت لخوا لګول شوی بنديز غندلې او د حکومت نه یې د دغه اعلاميې بيرته اخستو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پي ټي اېم د ملک د امنيت دپاره خطره ګرځولې او بنديز یې پرې لګولی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG