لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې بيا فرقه ييزه نښتې شوي، لږ تر لږه 11 تنه پکې وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې بيا فرقه ييزه نښتې شوي، د ضلعې چارواکي وايي، پېښو کې لږ تر لږه 11 کسان وژل شوي او شپږ، اووه نور ژوبل شوي دي.

د کورمې مرستیال کمشنر جاوېدالله مسيد نن په 12م اکتوبر وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، د افغانستان سره پولې ته نزدې سيمه کنج عليزۍ غرونو سره نزدې په دوو ځايونو کې د نښتو خبرونه دي.

نوموړي تاييد کړه، د 11 نه 12 پورې کسانو د وژنو او شپږو اووه ژوبلېدو خبر دی، په وژل شوو کې زنانه او ماشومان هم شامل دي، داسې اطلاعات ترلاسه کړل شوي دي.

هغه وويل، دوی ته تراوسه پورې دا خبر دی چې د مقبل قبايل چې اهل سنت دي، او کنج عليزۍ والا چې اهل تشيع دي، د دوی په غره کې نښته شوې او د هغې وروسته بيا لاندې نورې نښتې پيل شوي دي.

د مرستيال کمشنر په خبره، مړي او ژوبل روغتونونو ته وړل کيږي، دوی د هغې په انتظاماتو بوخت دي، وروسته به په دغې اړه نور تفصيلات شريک کړي.

د سيمې نه يوې سرچينې وي او اې ډیوه ته وويل، په کورمه کې د تېرې يوې مودې راهسې چې چرته که هر ډول پېښه وشي، هغه په فرقه ييز بڼه بدله شي، د شيعه او سني جګړه ترې جوړه شي.

او د تازه نننۍ پېښې وروسته هم په ټوله ضلعه کې بيا ډزې پيل شوي او حالات خرابېدو پله روان دي.

د ضلعې مرستيال کمشنر وویل، سيمې ته پوليس او نور امنيتي ځواکونه لېږل شوي، د لارو د تګ راتګ او حالاتو معمول پله راوستو دپاره اقدامات کولی شي.

په کورمه کې تېر د ستمبر په میاشت کې هم دغه ډول فرقه ييزه خونړۍ نښتې شوې او د ضلعې روغتیا څانګې ويلي وو، نښتو کې 50 کسان وژل شوي او 120 زخمیان شوي وو.

وروسته بيا د جګرې او مينځګړو په هڅو په نهمه ورځ جنګ بندي شوې او د دواړو فريقېنو څخه مورچې خالي کړل شوې او د علاقې امنیت پولیس او امنیتي ځواکونو ته سپارل شوی وو.ل

له دې وړاندې د تېرې جولايۍ په 24مه د بوشېرې د مدي کلي او د ډنډر علاقې د مالي خېل کلي ترمنځ د ځمکې يا جايداد په سر شخړه پيل شوې او بيا نورو علاقو ته غځېدلې وه.

په يادو نښتو او جګړه کې چې د څو ورځو پورې روانې وې، د 47 نه زیات کسان وژل شوي او 177 نه زيات نور ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG