لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون قامي جرګې د فيصلې ورځ، څه پرېکړه به وکړي؟


منظور پښتين جرګې ته وينا کوي
منظور پښتين جرګې ته وينا کوي

د خنډانو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم د خېبر قامي جرګې عدالت نن درېمه او د پي ټي اېم په وينا د فيصلې ورځ ده، په 11م اکتوبر د جرګې په لومړۍ ورځ جرګه رسمي نه وه پيل شوې، خو ګڼ خلک ورته ورټول شوي او د پي ټي اېم مشر منظور پښتين جرګې ته په وينا کې ويلي وو، په 13م اکتوبر به يوه تکړه پرېکړه ستاسو مخ ته پرته وي.

پي ټي اېم د پاکستان حکومت لاقانونه ګرځولی، د ملک د امن دپاره د خطره، ټي ټي پي او افغان طالبانو سره د رابطو او بهر هيوادونو څخه د فنډونو اخستو تورونه یې پرې لګولي دي. خو پي ټي اېم دغه تورونه ردوي او جرګه يې روانه ده.

د جرګې درېمه ورځ

د پي ټي اېم د خېبرپښتونخوا مشر خېرالامين وايي، نن به د جرګې ګډون والو ته ويناګانې کيږي، د ټولو پښتنو ضلعو په خېمو کې به د جرګو او مشورو عمل دوام لري او وروستي تجويزنه او سپارښتنې به مرکزي کمېټۍ ته وړاندې کولی شي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل، پرون د ويناګانو لړۍ وغځېده ځکه د ټاکل شوي شيډول نه لږ وروستو دي، خو هم نن به جرګه خپله فيصله اوروي.

جرګه څومره کاميابه ده

خېرالامين وايي، دوی په خپله جرګه کې کامیاب دي، که څه د جرګې نه وړاندې دوی ته مشکلات جوړ کړل شوي، لارې بندې کړل شوي، خو بيا هم د ټولې پښتنې سيمې نه خلک ورسېدلی دی.

هغه وويل، دوی جرګه په دې حواله هم کاميابه بولي چې پښتونخوا کې د ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو مشرانو او پلاوي ورته ورغلي دي.

ځايي خبريالان څيړونکي هم تراوسه پورې دغه جرګه کامیابه ګڼي.

د پښتنو قامي جرګه کې د خلکو ګڼه
د پښتنو قامي جرګه کې د خلکو ګڼه

څيړونکی خبريال شمس مومند وايي، تراوسه ورته ځکه کاميابه جرګه ويل کېدی شي، چې د پښتنو په تاريخ کې په لومړي د کوټې نه تر چتراله پورې او د کراچۍ نه تر خېبره پورې، پښتانه نماينده ګان، ځوانان، مشران، سیاسي کسان، علما او قبايلي مشران پکې شامل دي.

د ځايي ټيلي ويژن بېورو چيف کاشف الدين سيد وايي، د جرګې د کاميابۍ معيار، ډېر ګڼ خلک ورته ورغلی دی، دويمه دا چې خلک ورته په خپل خرڅ ورغلي دي، او درېمه دا چې د خېبرپښتونخوا د ټولو سياسي ګوندونو پلاوي ورغلي دي، او د صوبايي حکومت مرسته ورته ترلاسه ده.

هغه وویل، نه يواځې د سياسي ګوندونو پلاوي بلکې د مذهبي سیاسي ګوندونو پلاوي او مشران، عالمان دغې جرګې ته ورغلي، او خپل نظرونه یې شريک کړي، او دغه نظرونه د جرګې د نظر سره يو شان دي، ځکه په دې حواله هم دا کاميابه جرګه بللی شي.

فيصله او نتيجې

خېرالامين وايي، جرګې ته راغلو سياسي مشرانو منظور پښتين ته واک ورکړی چې جرګې څه فيصله وکړه، دوی ته به منظوره وي، نو نن به د ټولو ضلعو په کېمپونو کې خلک خپلې مشورې وکړي، تجويزونه به وړاندې کړي، او دا ټولې مشورې، بحثونه او تجويزونه به 80 کسيزه استازې جرګې ته وړاندې کولی شي او هغه به بيا ختمي فيصله اوروي.

خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پښتون قامي جرګه
خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پښتون قامي جرګه

څيړونکي خبريالان وايي، د جرګې د فيصلې نه به اندازه لګي چې څومره کاميابيږي او کوم ډول نتیجې ورکړي.

شمس مومند وايي، د جرګې د نتيجو د اعلاميې نه به اندازه وشي چې څه فيصله کوي او هغه به کومې ګټې ورکړي.

د نوموړي په نظر، که چرته دا جرګه په يوه داسې کمېټۍ جوړولو کې کاميابه شي، چې دغه کميټي بيا د حکومت او پوځ سره د ناستو دپاره يو شيډول جوړ کړي، او د هغې مطابق دوی خپله ژړا فرياد او پرېکړه هغو خلکو ته ورسوي، او د هغوی نه پرې د حل لارې چارې ولټوي، که داسې وشي خو دا يوه کاميابه جرګه ده.

هغه وويل، که داسې ونه شي نو، دا دومره ده چې پښتانه یې په يو فلېټ فارم راټول کړل.

او کاشف الدين سيد هم وايي، که چرته دوی يوې متفقه اعلاميې پله لاړل، هغه قابل عمل وي او وفاقي حکومت په هغې مجبوره کړل شي، او سياسي ګوندونه پرې يو موټی شي، نو دا به کاميابي وي.

خو ورسره نوموړی وايي، که چري يوه داسې اعلاميه مخې ته راغله چې سياسي ګوندونه ورسره اختلاف وکړي، نو دا به کامیابي نه وي، دا اوس د جرګې د راجوړونکو امتحان دی چې شريکه او متفقه او د ټولو د سلا فيصله وکړي.

پښتون قامي جرګه
پښتون قامي جرګه

د جرګې انتظامات او امنيت

د جرګې د انتظامیې په وينا، دوی په خپله د جرګې دپاره پوره انتظامات کړي خو پرضد یې د پوليسو د کارروايۍ له امله انتظامات هغه رنګ په وخت سرته نه شو، خو دوی بيا هم هڅه کړې چې انتظامات یې سم وي.

د دوی په وینا صوبايي حکومت ورته هم ځينې سامانونه ورکړي دي.

د امنيت په اړه وايي، د جرګې د ساتنې دپاره یې خپل کسان ځای په ځای دي او د امنيت چارې هغوی سمبالوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG