لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هېرس او ټرمپ وروستی انتخابي کمپاين په اووه رياستونو کې کوي


د امریکې د صدارتي انتخاباتو کمپاين د نومبر په پينځمه نېټه د رسمي ټاکنو ورځې ته په وروستي پړاو کې دی، د ډېموکرېټک ګوند مرستياله صدره کاملا هېرس او د ريپبلکن ګوند پخواني صدر ډانلډ ټرمپ چې د مقابلې په ميدان کې دي، د دواړو توجه د اووه ریاستونو په سياسي ميدان ده کوم چې تر ټولو زياتې نتيجې ورکوي.

د فلورېډا پوهنتون د ټاکنو د لېب په وينا، تر اوسه پورې د 14 میلینو څخه زیاتو خلکو له وخته مخکې رای ورکړي دي، او په راتلونکو ورځو کې نورې رای هم ورکول کېږي او د هیواد نزدې ټولو 50 رياستونو کې د مخکې ټاکنو لپاره د رای ورکولو مرکزونه خلاصيږي او د مېل له رای ترلاسه کيږي.

په قامي کچه سروی ګانې ښیې، چې دا مقابله په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو نزدې سیالي ده، چې پکې هېرېس لږه برلاسي لري.

د امریکا صدارتي انتخابات د قامي رایو په حساب نه کېږي، بلکې د انتخاباتي يا الېکټورل کالج د رایو له لارې کېږي، په 50 رياستونو کی څنګ په څنګ رای ورکول کيږي. د 50 رياستونو څخه 48 خپل ټول الېکټورل ووټونه هغه چاته ورکوي چې په خپل ریاست کې ګټونکی وي، که هېرس وي که ټرمپ، په داسې حال کې چې نبراسکا او مياني خپلې رای هم د رياست او هم د کانګرس د ضلعې د رایو شمېر له مخې ویشي.

په هر ریاست کې الېکټورل رای د ابادۍ په بنياد ټاکل کيږي، لوی رياستونه د انتخاباتو په نتيجو کې مهم وي، او ګټونکی باید د 538 الېکټورل رایو څخه 270 ترلاسه کړي نو په جنورۍ کې به د پيلېدونکې څلور کلنۍ صدارتي دورې لپاره سپینې ماڼۍ ته ورسي.

سروی ګانی څرګندوي چې هېرس یا ټرمپ په 43 رياستونو کې پوره یا لږ څه برلاسي لري. که په دغو ریاستونو کې کومه حیرانوونکې نتیجه ونه شي، نو نتيجه به په پاتې اووه رياستونو وي. په دغو کې درې شمالي رياستونه [وسکانسن، ميشیګن او پنسلوينيا]، دوه د جنوب ختیځ [شمالي کېرولاينا او جارجیا] او دوه په جنوب لویدیځ کې [اېریزونا او نیواډا] شامل دي.

په دغو اووه ریاستونو کې کره اندازه نه کيږي او نتيجې ښکاره معلومې نه وي.

ځکه هېرس او هم ټرمپ او د دوی مرستيالو امېدوارانو، د مېنيسوټا ګورنر ټیم والز او د اوهایو سېنېټر جې ډي وینس، په نورو ځایونو کې د کمپاین سفرونه محدودوي او یوازې په دغو اووه مهمو رياستونو یې توجه ده، او د کمپاين وروستۍ دوه اوونۍ به یې هم دغلته وي.

هېرېس خپله 60مه کلیزه د اتوار، یکشنبې په ورځ په جورجیا کې د سټونکرېسټ په نیو برت میشنري باپټسټ کلیسا کې لمانځلې، دا سیمه د ډېموکرېټک ګوند یو مهم مرکز دی. هغې د خپل ماشوالي تجربې په یوې تور پوستې کلیسا کې شریکې کړې او د اوسني سیاسي حالاتو له سخت او تفرقې اچوونکي خبرو اترو سره یې پرتله کړې، که څه هم هغې په خپله وینا کې د ټرمپ نوم نه دی اخستی.

وروسته هغه د اتلانټا په جنوب کې په جونس بورو کې، د ډیواین فېت میشنریس نړیوال کلیسا ته تللې، چرته چې یې خلکو ته د خپلو رایو ورکولو حقونو د کارولو په اړه خبرې کړي او وروسته یې پلان وو چې د مدني حقونو له مشر ال شارپټن سره یوه مرکه وکړي.

هم په دغه وخت کې ټرمپ په پنسلوينیا کې په مکډونلډز فاسټ فوډ رسټورنټ کې یو اپرون اغوستی وو او د پخلنځي د فرنچ پرايز، چيپسو په برخه کې یې کار کولو، او د ګاډو په قطار کې یې خلکو ته د دوی د ارډر ترمخه خوراک ورکولو.

هېرس ویلي، چې هغې د کالج په ورځو کې په کيلیفورنیا کې په مکډونلډز کې د جیب پیسو لپاره کار کولو، خو ټرمپ وايي باور پرې نه کوي. که څه هم د هېرس یو ملګري نیویارک ټایمز ته ویلي ياد دي ورته، چې هېرس هلته کار کړی وو.

په رسټورنټ کې د کار وروسته ټرمپ ويلي، وياړي چې هغه "د هېرس په مقابله کې 15 دقيقې، منټه زيات کار کړی".

وروسته ټرمپ په لنکاسټر، پنسلوينیا کې د رای ورکوونکو سره ليدو له يوې غونډې ته تللی.

هېرېس به د ګل، دوشنبې په ورځ په پنسلوينیا، میشیګن او ویسکانسن کې کمپاین کوي، په داسې وخت کې چې ټرمپ د شمالي کېرولاينا ګرینویل په لور ځي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG