لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې دوه نرښځيان وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې دوه نرښځيان د خنجر، تُورې په ګوزارونو وژل شوي دي، پوليس وايي د پېښې مقدمه درج کړل شوې او پلټنې پيل کړل شوي دي.

ياده پېښه پرون په 21م اکتوبر مازيګر ناوخته د مردان ښار د سټي تاڼې په علاقه کې شوې ده.

د پېښې مقدمه د يو نرښځي په مدعيت کې د درېو نامعلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.

په درج کړل شوې مقدمه کې ارشد علي عرف شوقي نومې نرښځي ويلي، دوی په خپله بالاخانه کې وو، درې کسان پرې ورغلي د يو سره د خنجر په شان تُوره، بل سره تماچه او درېم خالي لاس وو.

د شوقي په خبره، دغو کسانو د دوی سره خبرې شورو کړي بيا يو تن د خنجر په شان توره باندې اول سلمان عرف سلمانو باندې او بيا صابر عرف نازکه باندې ګوزارونه کړي او دواړه یې په ځای وژلي، او دی ترې په بات روم، تشناب کې پټ شوی او دغه درې سره کسان بيا تښتېدلي دي.

د پېښې په اړه د نرښځيانو د ټولنې وياند انمول خبريالانو سره خبرو کې ويلي، دغو کسانو چې نرښځيان یې وژلي، نورو نرښځيانو ته ګواښ کړی چې دوی نوی ټيم جوړ کړی او د مردان يو نرښځی به د دوی نه پاتې نه شي.

هغې زياته کړې، دوی نه پوهيږي چې د نرښځيانو سره په ټولنه کې دومره ظلم ولې کيږي، وژل کيږي دوی، جنسي تيری دوی سره کیږي، د ضلعې دوی شړل کيږي قلنګ د دوی نه اخستل کيږي.

انمول ويلي، په پښتنه او اسلامي معاشره کې دوی سره داسې ډول سلوک کيږي، داسې په فلسطين کې هم نه کیږي.

د مردان پوليسو په وينا، د ضلعې د پوليسو مشر ظهور بابر اپريدي د پېښې نوټس اخستی او د پېښې پلټنې پيل کړل شوي دي.

پوليسو ويلي، زر به په پېښه کې تورن کسان معلوم کړل شي، وبه نيول شي او د انصاف تقاضې به پوره کړل شي.

خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د اتحادیې مشره فرزانه وايي، ټول ملک او ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې نرښځیانو ته تحفظ نشته.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغې وويل، دوی دا پوښتنه کوي چې پرون مازيګر په مردان کې په داسې ځای کې نرښځيان وژل شوي، چې يو اړخ ته پوځ پروت دی بل اړخ ته پوليس او د کمشنر دفتر هم دی، څنګه داسې درې کسان راغله او نرښځيان يې ووژل.

د فرزانې په خبره، د نرښځيانو د وژنو يا په هغو د تشدد پېښو کې پوليس کمزورې مادې ولګوي، تورن کسان که ونيول شي هم، نو هغوی د سزا نه بچ شي، او بيا په نرښځيانو حملې کوي.

خو پوليس د نرښځيانو د قضيو په اړه تور لګوي چې نرښځيان د پېښو مقدمې درج کړي خو بيا په تفتيشي عمل کې نه شامليږي.

د فرزانې په خبره، په روان کال کې په خېبر پښتونخوا کې د نهو پورې نرښځيان ووژل شو، هغې وويل، د کال 2015م نه خېبرپښتونخوا کې د 145 نه زيات نرښځيان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG