لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پي ټي آی د 26م اييني بدلون په وړاندې د احتجاج اعلان کړی


خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف د حکومت وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، که د سپريم کورټ سينير جج چيف جسټس جوړ نه کړی شو، تحریک انصاف به احتجاج کوي.

اخوا د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق د نوي چيف جسټس د ټاکنې دپاره ځانګړې پارليماني کميټي جوړه کړې او ويل شوي، کمېټۍ نن د نهې، سه شنبې په ورځ مازيګر څلور بجې غونډه رابللې ده.

پاکستان کې د تازه منظور کړل شوي اييني بدلون د لارې د چيف جسټس د ټاکنې دپاره 12 کسيزه پارلیماني کميټي جوړه کړل شوې، په کمېټۍ کې اته غړي د قامي اسمبلۍ او څلور سېنېټران او پارلیماني ګوندونو استازيتوب کوي.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور پرون ناوخته د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د غېر اييني بدلون د لارې د خپلې خوښې د جج لګولو پروګرام جوړ کړل شوی دی.

هغه ويلي، د شپې په تياره کې اييني بدلون کول ډاکه ده، او حکومت په ازاده عدليه حمله کړې ده.

نوموړي دا هم ويلي چې کله تحریک انصاف په حکومت کې راشي دا اييني بدلون به ختموي.

21م اکتوبر په لومړو ساعتونو کې د شپې په وخت په قامي اسمبلۍ کې د 26م اييني بدلون منظوري ورکړل شوې، هم پرون صدر اصف علي زرداري ياد بدلون لاسيلک کړی دی. په اييني ترميم کې زياتره بدلون د عدليې او د قاضیانو د ټاکنې په اړه دی.

مخالفه ګوندونه او قانون پوهان دریځ لري چې د حکومت هدف د عدلیې د ازادۍ په مقابله کې حکومت ته ډېر واک ورکول دي. خو حکومت دا خبره ردوي او دا د ټولو اړونده ادارو په حق کې ګرځوي.

پرون د پاکستان تحریک انصاف سيکرټري جنرل په لاهور کې خبري غونډه کې ويلي، دا اوسني حالات په غټه کچه د تحریک تقاضا کوي، چې ټول پاکستانيان راووځي.

نوموړي هم اييني بدلون ته په ايين حمله ويلې ده.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د چيف جسټس ټاکنې دپاره ځانګړې کمېټۍ غونډه چې نن بلل شوې، پکې د مسلم لیګ ن څلور پارلیماني غړي، د پيپلز ګوند درې، پاکستان تحريک انصاف ګوند دوه، سني اتحاد کونسل، اېم کيو اېم پاکستان او جمعيت علما اسلام ګوند يو يو غړی شامل دي.

د تازه منظور کړل شوي اييني بدلون نه وړاندې به د سپريم کورټ چيف جسټس په سینيارټۍ ټاکل کېدو، خو د 26م اييني بدلون او قانون جوړېدو وروسته د چيف جسټس ټاکنه به ياده کمېټي کوي.

د سياسي چارو څیړونکی علي تنولي وايي، "که وکتل شي نو د دې څخه به عدليې ته تر ټولو زیات زیان ورسي، ځکه چې د دغه ايیني ترمیم څخه د عدليې اکثره واک حکومت په لاس کې واخستو، د قاضیانو په اړه به حکومتونه چې څوک هم وي، د خپلې خوښې تر مخه پریکړې کولی شی. چې له امله یې د عدلیې په ازادۍ اغېز پرېوتی شي".

د پاکستان تحریک انصاف ترڅنګ د حکومت نور مخالفه ګوندونو هم په دې اييني بدلون سختې نیوکې کوي.

د جماعت اسلام مشر حافظ نعیم الرحمان ویلي، د ایينې بدلونونو د لارې په جمهوریت برید شوی دی.

تحریک انصاف او بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل دا تور هم لګوي چې د دوی د ګوند د پارلیمان غړي په دغه عمل کې د حکومت ملاتړ کولو ته مجبور کړل شوي وو.

خبريال ټکا خان ثاني وايي، "د دې به حکومت ته ډېره ګټه وې، که څه هم د راتلونکي چیف جسټس منصور علې شاه مخه ونیول شوه، نو تحریک انصاف چې کومې هیلې د جسټس منصور علې شاه څخه لرلې نو هغه دا سې ښکارې چې حکومت به یی مخه ونیسې، بل د ځانګړو چوکیو په اړه چې یوه پرېکړه شوې وه نو هغې ته هم په راتلونکې وخت کې بیا کتنه کېدای شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG